د فرخندې په قضیه کې د تورنو پولیسو محکمه ځنډیدلې
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبهیوه افغان قاضي مجددي د یکشنبې په ورځ وویل چې د فرخندي د وژل کیدو په قضیه کې د پولیسو د دوسیې څیړنه لا ډیر وخت ته اړتیا لري. پر پولیسو باندې تر ټولو لوی لګیدلی تور له قهرجنو خلکو څخه د فرخندې په ژغورنه کې پاتې راتلل دي. ښاغلي مجددي روښانه کړه چې د پیښې په اړه به خپله پریکړه تر څیړنو وروسته واوروي.
د فرخندې د قتل د قضیې په تړاو ټول ټال ۴۹ کسان نیول شوي وو چې له ډلې څخه يې پر څلورو کسانو د اعدام او پر اتو تنو نورو باندې د ۱۶ کاله بند سزا وتلې وه. په عین حال کې ۱۸ تنه نور تورن کسان د کافي شواهدو د نه شتون له کبله آزاد شو ي دي.
فرخنده تر دې مخکې د کابل ښار د «شاه دو شمشیره ولي مسجد» مخې ته د قهرجنو افغانانو له خوا لومړی تر مرګه ووهل شوه او بیا يې جسد ته اور ورته شو. پر هغې باندې د مسجد یوه ملا تور لګولی وو چې قرآن شریف ته اور ورته کړی دی. خو بیا وروسته څړینو وښوله چې پر هغې باندې لګیدلی تور غلط وو.