د قزاقستان پلازمينه آستانه کې دودیزې کوچيانۍ لوبې
قزاقستان سږکال د کوچیاني نړېوالو سياليو کوربه وو. دغه سیالۍ په آستانه کې وې چې تازه پای ته رسېدلي. دغه سیالۍ د منځنۍ آسیا اوسيدونکو د دودیزو ورزشونو له پاره د المپيک یو ډول دی. انځورونه ېې وګورئ.
د پرانیستې شاندار مراسم
سږکال قزاقستان د پنځم دور نړېوالو کوچیاني سیاليو کوربه وو. د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر پر ۸مه اخیستل شوی دغه انځور په آستانه کې د سیاليو د پرانیستنې مراسم ښيي. په دغو سيالیو کې د ۸۹ هېوادونو تر ۲۰۰۰ ډېرو ورزشکارانو ګډون درلود چې په ۱۲ رشتو کې ېې سیالۍ کولې. په دغه تورنمنټ کې د غېږنيونې، غشې وېشتل، د باښو ښکار او د وزلوبې په څېر دوديزې سیالۍ شاملې دي.
دودیزه غشي وېشتنه
په دغو سيالیو کې د قزاقستان او ترکيې د غشي ویشتلو دوه ډوله دودیزې سيالۍ وشوې. د ترکيې پوتا او د قزاقستان جمپا. ټولې سیالۍ په شلو رشتو کې دي. د غیر دودیزو سیالیو لوبغاړي هم کولی شي په دغه تورنمنت کې برخه واخلي.
نه لمسېدونکي فرهنګي مېراثونه
کوک برو چې په افغانستان کې د وزلوبې یا بزکشي نوم لري د قزاقستان ملي سپورټ دی. په دغه لوبه کې دوه ټيمونه برخه اخلي چې پر آسونو سپاره ورزشکاران پکې هڅه کوي په یوه دایره کې اچول شوی ورغومۍ راپورته او بله داېرې کې ېې واچوي. کوک برو د یونسکو سازمان د نه لمسېدونکو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامله ده. د آستانې په سیالیو کې کوک برو هم شامله وه.
د سپورټي وسایلو جوړونکې
په دودیزو سیالیو کې کارونکي وسایل خپل ماهران لري چې هغوی ېې جوړوي. دوی په دغو وسایلو کې د حیواناتو ښکرونه، ځنګلي بوټی، نی او د مارغانو بڼکې هم کاروي. دوی د دغو وسایلو د ښایست یا ډيکور له پاره په هغو کې خطاطي او نور تزئيني شیان ټمبي. د ترکيې دودیزه غشې ويشتنه هم د یونسیکو د ناملموس فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامله ده.
له سپورټ ورهاخوا
په آستانه کې د نړیوالو کوچیاني سیالیو ترڅنګ نندارتون هم جوړ شوی. د نندارتون له پاره په پراخو میدانونو کې خيمې درول شوي دي. کوچيانۍ نړېوالې سیالۍ په لومړۍ وار په ۲۰۱۴ کې په قزاقستان کې پيل شوې. دغو سیالیو ته له ټولې نړۍ په زرهاو سيلانيان ورغلي ول.
غېږ نیونې
د آستانه د دودیزو سیاليو په لړ کې په مختلفو ډولونو کې د غیږنېونې سیالۍ هم شوي دي. په غیږ نيونو کې یو ډول ېې کج کشتي ده. په افغانستان کې د غیږنيونې ورزشکار ته پهلوانان وايي.