سوریایي مهاجر، د لبنان د ټاکنو مهمه موضوع
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبهپه لبنان کې د سوريايی مهاجرو د برخلیک په اړه د انتخاباتي کمپاينونو او تبليغاتو راتلونکې لا تر اوسه روښانه نه ده. آن داسې ګمان کيږي چې د لبنان مختلفې سياسي ډلې او ګوندونه به تر ټاکنو وروسته د سوريايي مهاجرو پر اخراج سره توافق ته ورسيږي.
د لبنان ډيری سياسي ګوندونه او ډلې له دې هیواد څخه د سوريايي مهاجرو د وتلو غوښتونکي شوي دي. ځينې نورې سياسي ډلې حتې بيا د دې دعوا کوي چې دغه مهاجر پر ټولنيز وضعيت منفي اغيزه لري.
د لبنان پارلماني ټاکنې
په لبنان کې د دوشنبې په ورځ د (د ۲۰۱۸م کال د می شپږمه)، پارلماني انتخابات کيږي. ډیری لبنانيان انديښمن دي چې اروپايي ټولنه او د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري په لبنان کې د ميشتو سوريايي مهاجرو د برخليک په اړه حساسيت ښکاره کوي. د دوي انديښنه له هغو رپوټونو څخه سرچينه اخلي چې د دغو دوو سازمانونو له خوا جوړ شوي دي. په دغو رپوټونو کې له سوريايي مهاجرو څخه غوښتل شوي دي چې په دواطلبانه توګه بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.
د آلمان ولسمشر اردن او لبنان ته پر سفر
شتاین مایر: مهاجر غواړي خپل هيواد ته ستانه شي
د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په وروستيو کې يوه اعلاميه خپره کړه چې په کې خپل هيواد په خپله خوښه د ۵۰۰ زره سوريايي مهاجرو د بيرته ستنيدو غوښتنه شوې وه. د لبنان حکومتي چارواکو په دې اړه په بيروت کې د دغې ادارې له استازی څخه د لا ډیر وضاحت غوښتونه کړې.
په لبنان کې د سوريايي مهاجرو وضعيت
د لبنان لومړي وزير سعد حريري، هم په وروستيو کې وویل چې ټول لبنان د زياتو سوريايي مهاجرو د شتون له امله د مهاجرو پر يوه کمپ باندې بدل شوی دی. هغه نړيوالې ټولنې ته وړانديز کړی دی چې د سوريايي مهاجرو د ستونزې د حل په تړاو دې له لبنان سره مرستې وکړي.
حريري د سوريایي مهاجرو او لبناني اتباعو تر منځ د شخړو ګراف پورته تلو څخه يادونه وکړه او په دې اړه يې نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ. تر اوسه پورې د لبنان له ۱۳ سيمو څخه سوريايي مهاجر ایستل شوي دي او په دغه هيواد کې ميشت ۴۲ زره نور سوريايي مهاجر بیا د بېځایه کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
پاپولیستي تبلیغات
د لبنان په ټاکنو کې د مهاجرو له موضوع څخه سیاسي ګټه پورته کوولو، د ځینو ګونډونو له عوامپالنې ډک یا پاپولیستي تبلیغاتو ته لمن وهلې ده. په دغو تبليغاتو کې ويل شوي دي چې په لبنان کې د سوريايي مهاجرو شتون د دغه هيواد د کار پر بازار منفي اغيزه اچولې ده. دا ادعا هم شوې چې سوريايي مهاجر د لبنان د معلولو اتباعو د بيکاره کيدو لامل شوي دي.
د لبنان ډیری سياستوال له همدې امله له دغه هيواد څخه د سوريايي مهاجرو د وتلو غوښتونه کوي. د بيلګې په توګه د لبنان د بهرنيو چارو وزير جبران باسيل، چې د «آزاد ملي خوځښت» يو له مهمو غړو څخه دی، هم له لبنان څخه د سوريايي مهاجرو د اخراج غوښتونکی شوی دی.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: