د لبيبا له انتقالي شورا څخه نړيوال ملاتړ
۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعهد پاريس د ايليزي په ماڼي کي د خبرو اترو د ميز شاته د نړي دومره زيات استازي ناست ؤ چي هر يوه ته يواځي د يو لنډي وينا لپاره وخت ورکړ شوي ؤ. معني دا چي د زيات بحث لپاره وخت نه ؤ ترڅو د ليبيا د ديموکراسي د پروسي د څرنګوالي په هکله څوک خپل نظر په تفصيل سره څرګند کړي. خو سره له دي هم ځيني مهمي يادوني وشوي. د بيلګي په توګه پريکړه وشوه چي د نړي په بيلابيلو هيوادونو کي د قذافي او د هغه د کورني کنګل شوي پيسي آزادي کړي شي.
د فرانسي ولسمشر، نيکولا سارکوزي چي د دي کنفرانس کوربه ؤ وويل: «د قذافي له خوا اختلاس شوي پيسي بايد بيرته د ليبيا ولس ته وسپارلي شي. مونږ ټول په دي باندي موافق يو چي د پروني ليبيا پيسي بيرته آزادي کړاي شي تر څو نني ليبيا پري تمويل شي.»
د آلمان صدارعظمي انګلا مرکل هم په دي کنفرانس کي ګډون کړي ؤ. هغي هم په خپل وار سره اعلان وکړ چي د فرانسي، بريتانيا او امريکا متحده ايالاتو په څير آلمان به هم د ليبيا له کنګل شوو پيسو څخه يو مليارد ايرو آزادي کړي. هغي وويل چي سربيره پر دي آلمان به د ليبيا په بيارغونه کي هم مرسته وکړي.
مرکل یادونه وکړه:« مونږ به د اوبو رسولو د دستګاوو او روغتونو په بيا رغاونه کي مرسته وکړو او دغه راز د نوی لیبیا د اساسی قانون په جوړولو او د داچی د لیبیا خلک څرنګه وکړای شی خپلو تیرو لسیزو تاریخ سره چلند وکړی، له هغوی سره خپلی تجربی شریکی کړو.»
داچي آلمان د ليبيا په پوځي عملياتو کي ونډه نه درلوده، د پاريس د ايليزي په ماڼي کي جوړ شوي کنفرانس کی د آلمان صدراعظمي ته ډير وروسته وخت ورکړ شو چي خپله وينا وړاندي کړي.
آلمان په لومړي سر کي د امنيت په شورا کي د ليبيا د معمر القذافي د رژيم پر ضد د پوځي عملياتو په اړه مستنکفه رائيه ورکړه وه، خو وروسته کله چي په ليبيا کي د قذافي رژيم نسکور شو او انتقالي شورا په طرابلس کي قدرت ونيو په پوځي عملياتو کي له ګډون کونکو هيوادونو څخه يي مننه وکړه. په دي اړه مرکل وويل: «ما هغو هيوادونو ته چي په پوځي عملياتو کي ونډه واخيستله او مرسته يي وکړه د برياليتوب مبارکي ورکړه او له هغو څخه مي مننه وکړه.»
دا چي د ليبيا انتقالي شورا به د اروپايانو مرستو ته لاس اوږد کړي که نه او که يي وکړي ، څه وخت، لا تراوسه څرګنده شوي نه ده. د ليبيا په ځينو برخو کي لا تراوسه جګړه روانه ده او د ناتو هوايي ځواکونه له انتقالي شورا څخه له پوځي لحاظه مرسته ملاتړ کوی. سارکوزي دغو پوځي مرستو ته په اشاري سره وويل چي دا د اروپايانو مکلفيت دي.
«د مديتراني د سمندرګي سيمه د اروپا په ګاونډيتوب کي پرته ده. نو په دي وجه اروپا بايد له خپلو ګاونډيو سره د سولي په ټينګښت کي مرسته وکړي.»
سارکوزي د پاريس دي کنفرانس باندي د « ليبيا د ملګرو» نوم ايښي دي. په پام کي دي چي دغه «ملګري» د سپتمبر په شلمه د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلي په څنډه کي سره ګوري.
دانيله کالز/ عبدالباري حکيم
کتونکي: سيد رياض