د ليبيا ساحل مخکې يوه بېړۍ ډوبه شوې
۱۴۰۱ فروردین ۲۸, یکشنبهد کډوالۍ د نړيوال سازمان په خبره داسې ښکاري چې ۳۵ تنه کډوال د ليبيا په لويديځ کې د صبراته ښار ته څېرمه د هغوی د لرګينې بېړۍ په غرقېدو سره مړه شوي وي.
دغه پېښه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل په ۱۵مه) شوې، خو خبرونه يې اوس راوتلي دي.
شپږ تنه مړي له اوبو څخه راويستل شوي، خو ۲۹ تنه نور بيا لادرکه دي چې د ياد سازمان په خبره ښايي مړه شوي وي.
د کډوالۍ د نړيوال سازمان په حواله يوازې په دې اوونۍ کې د ليبيا د ساحل په اوږدو کې ۵۳ تنه کډوال يا مړه شوي يا لارکه اعلان شوي دي.
ليبيا د هغو افريقايي کډوالو له پاره يو تر ټولو مهم ترانزيت هېواد دی چې غواړي د مديترانې سمندر له لارې اروپا ته ولاړ شي.
د کلونو اوږدې کورنۍ جګړې له کبله په دغه هېواد کې ګډوډي او سياسي بې ثباتي حاکمه ده چې قاچاقچيان ورڅخه ګټه پورته کوي.
په وار وار کډوال په تر حده زياتو ډکو کښتيو کې چې په سمندر کې د ګرځېدو لياقت نه لري، د ليبيا له ساحل څخه د اروپا په لور حرکت کوي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان تېر کال د مرکزي مديترانې لارې په نوم مسير په اوږدو کې له ۱۵۰۰ څخه زيات مړي او لادرکه کسان ثبت کړي دي.
دغه مسير له تونس څخه هم د کډوالو د روانېدو ارقام ارنغاړي.
آ./ن.ص./ا.ا.