د مسعود د مړينې لسمه کليزه ترټينګو امنيتي تدابيرولاندي
۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعهد احمد شاه مسعود مړيني لسمه کليزه د جمعې په ورځ ولمانځله شوه. مسعود يو له هغو کسانو څخه وو چې د طالبانو د واکمني پر ضد يي د ژوند تر پايه مقاومت وکړ.
که څه هم د هغه د مړيني د کليزې د مراسمو د امنيت د خوندي ساتني لپاره په کابل کي 2000 پوليس ګمارل شوي ؤ، افغان ولسمشر، حامد کرزي، په دغو مراسمو کې ګډون و نه کړ. هغه په تيرو کلونو په داسي لمانځني کې ګډون درلود. په دي هکله چي کرزي په دغو مراسمو کي ولي ګډون ونه کړ، څه ويل شوي نه دي.
خو د ولسشمر لومړي مرستيال، محمد قسيم فهيم چي د مسعود د ګوند غړي دي د هغه د وژل کيدو د لسمي کاليزي په لمانځني کي له خپلو يو شمير نورو ګوندي او خواخوږو سره ګډون درلود. فهيم په خپلي وينا کي، په داسي حال کي چي ژړا ورغلي وه مسعود « دافغانستان يو ملي قهرمان او د خپل هيواد مدافع وګاڼه.» . دغه مراسم د کابل په يو ښونځي کي نويل شوي ؤ.
ځيني کارپوهان په دي نظر دي چي مسعود قصدا د القاعدي د شبکي له خوا د سپتمبر د يولسمي څخه مخکي ووژل شو تر څو د طالبانو مشر ملا محمد عمر له دغي شبکي څخه په نيويارک کي په دوو تجارتي برجونو باندي د حملو څخه وروسته هم خپل ملاتړ دوام ورکړي.
خو ځيني نور بيا استدالال کوي چي مسعود د ملا عمر په امر په داسي وخت کي ووژل شو چي طالبانو غوښتل د مسعود شمال نومي ايتلاف په بشپړه توګه له مينځه يوسي، پرته له دي چي نوموړي خپله د القاعدي د سپتمبر د يولسمي له پلان څخه خبرتيا ولري.
د شمال ايتلاف په 2001 کال کې امريکايې ځواکونو سره لاس يو کړ ترڅو د طالبانو رژيم نسکور کړي.
که څه هم د طالبانو رژيم نسکور شو ، خو له لس کلونو را په دي خوا په افغانستان کي د جګړي لړي دوام پيدا کړي دي.
د مسعود د مړينې کليزه په داسي حال کې لمانځل کيږي چې افغانستان ته د متحده ايالاتو سفير په څپلي يو وينا کي وويل: طالبان بايد د جګړې په ډګر کې لا ډير وځپل شي ترڅو د افغانستان د سولې بهير مخ په وړاندې ولاړ شي.
افغان حکومت او نړيوال ملګرې يې هيله لري چې په هيواد کې د سولې خبري اتري او طالبانو سره جګړې موازي پرمختګ وکړي خو اوس دواړه دا خبر مني چې د افغانستان د سولې بهير له هغه څه چې انتظار يې کيده ډير ورو پرمختګ کړي دي.
افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو سفير، راين کروکر، هم ويلې چې د حامد کرزې د سولې د عالې شورا هڅو چې غواړې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سره روغه جوړه وکړې هم کومه خاصه پايله نه درلوده. دا په داسې حال کې ده چې نور امريکايې چارواکې وايې چې د ټيټ پوړو طالبانو سره خبري اتري هم ډير ورو پر مختګ کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم