د ملکې الیزابت د تابوت سره د هغې اولادونه ۱۲ دقیقې ودریدل
۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبهاعلان
د بریتانیا نوی پاچا، چارلس دریم او درې خویندې او وروڼه یې د لندن په وستمنسترهال کلیسا کي د خپلي مړې سوي مور، ملکې الیزابت دوهمي د تابوت سره راټول سوي ول. د چارلس تر څنګ د هغه خور، شهزاده ګۍ، انه او شهزاده ګان، اندریف او اېدوارد د سَرونو په کښته کیدو سره پرون جمعه (د سپټمبر ۱۶ مه) پداسي حال کي ۱۲ دقیقې پټه خوله د تابوت پر شاوخوا سره ودریدل، چي نور ډیر خلک د تابوت له څنګه تیریدل.
د ملکې د اخري دیدن پخاطر د بې حده ډیرو خلکو د هجوم په دلیل نور هلته څوک نه ورپریښول کیږي، کوم چي پدې منځ کي یې د انتظار قطار اته کیلومتره ته رسیدلی دی.