د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله نن پيليږي
۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سهشنبهاعلان
ترغرمې وروسته به د فرانسې جمهوررئیس، ایمانوییل ماکرون او ماښام خواته بیا د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ ويناوي وکړي. دغي عمومي اسامبلې ته د دنیا د تر ۱۴۰ هیوادونو اضافه دولتي او حکومتي مشران ورځي. لکه څنګه چي د ملګرو ملتونو سازمان خبر ورکړی دی، د اسامبلې اصلي بحثونه پر اوکراین باندي د روسیې د حملې، په نړۍ کي د لوږي بحران او اقلیمي تغیراتو باندي راګرځي.