د مهسا د مړیني کلیزه؛ خو ولې ایران کې د لاریونونو څرک نشته؟
۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبهدغه ٢٢ کلنه ښځه جینا مهسا امیني د اسلامي لباس له سخت قانون څخه د سرغړونې په تور د خپل هیواد د امر بالمعروف او یا د اخلاقي پولیسو له لوري ونيول شوه.
مهسا د نیول کیدو وروسته په ناڅرګنده شرایطو کې کوما ته ولاړه او ورسته بیا د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پر ۱۶ مړه شوه. د هغې مړینې په ټول هیواد کې په پراخه کچه لاریونونه را وپارول.
له دغې پیښې وروسته د "ښځه، ژوند، آزادۍ" شعار په تېره بیا د ایران د ځوان نسل په منځ کې د دغه هېواد د ظالمانه سیاستونو په وړاندې د اعتراض د سمبول په توګه پیل شو. دغه پراخ لاریونونه چې په ټول ایران کې ترسره شول د امنیتي ځواکونو په تاوتریخوالي سره شنډ کړل.
خو سږ کال د امیني د مړینې د کلیزې په درشل کې د لاریونونو څرک نه معلومیږي دا ځکه چې اعتراض کوونکي له دې ویره لري څو یو وار بیا د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ نشي.
خو په ورته وخت کې بیا د کردي سیمواوسیدونکي پلان لري چې دا ورځ ولمانځي او ځینې دوکانونه د پیوستون له امله وتړي.
د عیني شاهدانو په وینا، امنیتي ځواکونه او پوځیان د جینا مهسا امیني د کور شاوخوا سیمو ته استول شوي دي.
په عین حال کې د ایران امنیتي ځواکونو په لویو ښارونو کې هم د احتمالي لاریونونو له پاره ځانونه چمتو کړي ډي.
د امیني د مړیني د کلیزي په درشل کې نن په ټوله نړۍ کې یو شمیر لاریونونه ترسره شول.