د موټرو نړیوال نندارتون کې د «بي ام ډبلیو» نوې ماډل نندارې ته وړاندی کیږي
د آلمان په مونشن ښار کې د موټرو نړیوال نندارتون پېل شوی دی چې د کال نوي ماډلونه پکې ښوول کیږي. د موټر جوړولو آلماني شرکت «بي ام ډبیلو» په پام کې لري چې په دغه نندارتون کې خپلې نوې موټرې نندارې ته وړاندې کړي.
نړيوال نندارتون
په آلمان کې هر کال د موټرو نړیوال نندارتون جوږیږي
په زرونو ننداره کونکي
هر کال په لسگونو زره نندارچيان دغه نندارتون ته ورځي او د نقلیه وسایطو په نړۍ کې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات تر لاسه کوي.
د موټر جوړونې په لسونو شرکتونه ګډون کوي
په دې نندارتون کې په نړۍ کې د موټرو جوړولو ډير شمير شرکتونه خپل تازه تولیدات په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کوي.
نوی آلماني ماډل
د آلماني موټر جوړولو شرکت «بي ام ډبلیو» اجرائیوي رئیس اولیور څیپزه، د نندارتون تر پرانیستلو دمخه د بي ام ډبلیو نوی ماډل معرفي کړ.
نوی ماډل
د بي ام ډبیلو، له خوا جوړ شوی دا موټر د دې شرکت نوی ماډل دی.
داخلي جوړښت
د دې موټر داخلي برخه خورا ساده ده او پر یوه لوی سکرین سمبال ده.
د ۲۰۲۵ کال ماډل
د «بي ام ډبليو» دا نوی ماډل چې په بشپړ ډول بریښنایی دی، په پام کې ده چې تر ۲۰۲۵م کاله پورې بازار ته وړاندې شي.
نندارې ته وړاندې کول
«بي ام ډبیلو» يوازینی شرکت دی چې د موټرو نړیوال نندارتون تر پیل دمخه د آلمان په مونشن ښار کې یو نمایشي ماډل نندارې ته وړاندې کوي.
جاپاني شرکتونه؟
په دې نندارتون کې ډېر مشهور شرکتونه ګډون کوي، خو د «ټویوټا» په څیر مشهور جاپاني شرکتونه په دغه نندارتون کې حضور نه لري.
چاپیریال دوسته
د دغه نندارتون يوه موخه د موټر جوړولو د شرکتونو د مديرانو تر منځ د موټرو د اصلاح او له چاپيريال سره د عیاریدو په موخه د بحث رامنځ ته کول دي. تمرکز پر دې دی چې د تګ راتګ له پاره شخصي او عامه نقلیه وسایط برقي کړل شي.
د چاپيريال ساتنې فعالانو نیوکې
خو هر کال د چاپېريال ساتنې فعالان د دغه نندارتون پر ضد لاريونونه کوي او د لغوه کېدو غوښتنه يې کوي. دوی وايي چې د دغه ډول نندارتونونو له لارې خلک هڅول کېږي چې له شخصي موټرو ډېر کار واخلي او په خبره یې د موټرو ډېر تولید چاپېریال ته د ډېر زیان رسیدلو سبب ګرځي.
بدلونونه
له څو کلونو راهیسې له پراخو اعتراضونو وروسته په دغه نندارتون کې بدلونونه ليدل کیږي. د بېلګې په توګه د ترانسپورت نورې وسيلې چې ډيري زیاتې چاپېريال دوسته دي، په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کېږي. د بیلګې په توګه، دا بریښنایی بایسکلونه نن ورځ په اروپایی ټولنو کې په پراخه کچه کارول کیږي.
د فرانکفورت پر ځای برلین
دغه نړيوال نندارتون هر کال د آلمان اقتصادي مرکز فرانکفورت ښار کې پرانيستل کيده، خو د آلمان د موټرو د صنعت ټولنې دغه نړيوال نندارتون د مونشن ښار ته انتقال کړ او اوس دا دوهم کال دی چې هلته ترسره کیږي.