د ميرکل د دولت د رسنيو په دفتر کي جاسوسۍ
۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعهد آلمان د داخلي امنیت سازمان، د دولت د رسنیو او معلوماتي دفتر پر يوه کارکوونکي باندې شک کړی چې د مصر معلوماتي دستگاه ته يې جاسوسي کوله.
د آلمان د رسنیو رپوټ له مخې داسي ښکاري چې دغه سړي له څوو کلونو راهیسې د مصر معلوماتي ادارې ته معلومات ورکول. دا نه ده روښانه شوې چې کوم معلومات ده انتقالول هغه د څه شې په هکله وو.
خو په ۲۰۱۹م کال کې د ورکړل شوی رپوټ له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (د جولای نهمه) د آلمان د داخله چارو وزیر هورست زيهوفر له خوا ورکړل شو، پکې دا روښانه شوې چې د آلمان جناي ادارې د ۲۰۱۹م کال په دسمبر میاشت کې د آلمان په کارلسروهه ښار کې سترې محکمې د دغه شکمن جاسوس پر ضد يو لړعملی اقدامات کړي دي.
د آلمان قاضي القضات پيتر فرانک له (بیلډ) ورځپاڼې سره په خبرو کي دا منلې ده چې د دغه سړې پر ضد د جاسوسۍ کولو په شک پلټنې پيل شوې چې لا اوس هم دوام لري.
د مراجعينو په برخه کې فعالیت
د آلمان د رسنيو دفتر په خپله د دغه احتمالي جاسوسۍ په اړه کوم دريځ نه دې ښکاره کړی. د دغه دفتر ویاند يوازي ټينګار کړی دی چې دغه بنسټ د پلټنو او د خپلو کارکونکو د مسايلو په تړاو نظر نه څرګندوي.
د (بيلډ) ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې دغه شکمن کس په اداره کې د مراجعینو په برخه کي کار کاوه او د دغه ادارې د منځنۍ سطحی له کارکونکو څخه وو.
د آلمان د داخلي امنيت سازمان د رپوټ له مخې، په آلمان کې د مصر دوه امنيتي سازمانونه په مخفي ډول فعالیت کوي. د هغوی اصلي موخه په آلمان کي د میشتو مصري مخالفينو د معلوماتو راټول دي. دغه مخالفين د اخوان المسلمین غړي او احتمالاً قبطي مسیحان دي.