د نجونو نړېواله ورځ؛ د طالبانو په سیاست کې د بدلون غوښتنه
۱۴۰۳ مهر ۲۰, جمعهد افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، ویلي دي چې د نجونو نړیواله ورځ په داسې وخت کې لمانځل کيږي چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ افغانستان کې د ښوونځیو دروازو له تړل کېدو ۱۱۲۰ ورځې تيريږي.
له څه باندې درې کلونو راپدېخوا چې طالبان په افغانستان کې په واک کې دي، پر ښځو او نجونو ېې ډير محدودیتونه وضع کړي او د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) له لورې په یوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «په میلیونونو نجونو د تېرو درو کلونو په جریان کې فرصتونه له لاسه ورکړي، نه يوازې نجونو، بلکې کورنيو او ټول هېواد فرصتونه له لاسه ورکړي دي.»
اوتونبایوا د نجونو د نړېوالې ورځې په مناسبت په خپلو خبرو کې ويلي دي: «د هرې ورځې په تېرېدو سره د نجونو او ښځو ژوند ته لا ډېر زیانونه اوړي. د سولې، بهبود او ښېرازۍ پر لور د پرمختګ پر ځای، افغانستان مخ پر شا بېول کيږي.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې له طالبانو غوښتي تر څو «اوسنی مسیر ته بدلون ورکړي.»
نړېوالې ټولنې د تېرو درو کلونو په جریان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د وضع شویو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتونکې شوې ده، خو طالبانو دغه غوښتنې د افغانستان په چارو کې مداخله ګڼلې ده. د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر په وروستيو کې وویل چې د نجونو د تعلیم په هکله پوښتنې، تر امر ثاني پورې ممنوع دي.
هغې ټينګار کړی چې د نجونو له حقونو دفاع ته به ادامه ورکوي، «حتی که نور د هغوی د غلې کولو په لټه کې وي.»
ملګرو ملتونو د ۲۰۱۱م کال کې یو پريکړه ليک تصویب کړ چې د هغه پر اساس د اکتوبر ۱۱مه د نجونو نړېواله ورځ اعلان شوه. د سږکال د نجونو د نړیوالې ورځې شعار «د راتلونکې له پاره د نجونو آند» دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف، د افغانستان څانګې د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر اکس شبکې ليکلي چې نجونې خپلو هيلو ته د رسېدلو او د حقونو د حفاظت پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو له پاره ګډ کار ته اړتیا لري.
یونیسف ليکلي: «ټول په ګډه کولی شو د ټولو له پاره بهتره راتلونکې جوړه کړو.»
دویچه وله د/م.ک.ص./ن.ز.