د نړیوال جام ۱۲مه ورځ په انځورونو کې
د نړیوال جام پر ۱۲مه ورځ هسپانیې د استرالیا پر وړاندې لوبه وکړه، هالند د جیلي پر وړاندې ولوبید، برازیلیان له کمرونیانو سره میدان ته ولاړل او مکسیکو د کرواسیا پر ضد توپ وهنه وکړه.
هسپانیا او استرالیا دواړه د دوو لوبو له بایللو سره له نړیوال جام څخه وتلي دي. دواړو هیوادونو د فوټبال په برخه کې خپل حیثیت د اعادې له پاره لوبه کوله.
دوید ویلا د هسپانیې له پاره د لوبې لومړۍ گول وواهه. دغه لوبغاړي له دې سره خپل مسلکي فوټبال ته د پای تکي کیښود. هغه په ۹۷ نړیوالو لوبو کې څرگند شوی دی او ۵۹ گولونه وهلي دي.
د هسپانیې دویم گول د لوبې په ۶۹مې دقیقې کې د فیرنندو توریس له خوا ووهل شو. تر دې گول اته دقیقې وروسته جون ماتا د لوبې دریم گول هم وواهه او په دې ترتیب سره هسپانیا د درو گولونو به وهلو مخکې شوه.
هالند د چیلې پر وړاندې په B گروپ کې د لومړي مقام د ترلاسه کولو له پاره لوبه وکړه. هرې ډلې چې دغه لوبه گټلې وای نو د خپل گروپ سر ته راتله. د لوبې په پای کې دا هالند وو چې گټونکې لوبډله شوه.
د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې کوم گول و نه وهل شو. خو په دویمې نیمایي کې د هالند روزونکي په لوبه کې بدلونونه راوستل او په دې ترتیب سره د لوبې په ۷۷مې دقیقې کې هالند لومړی گول وواهه. هالند د لوبې په اضافه وخت کې دویم گول هم وواهه او په دې ترتیب سره مخکښه شوه.
چیلي تر اوسه پورې په نړیوال جام کې ښه لوبیدلې ده. دغه لوبډله به په راتلونکي پړاو کې د برازیل پر وړاندې ولوبیږي.
برازیل له کامرون څخه لوبه د څلورو گولونو په وهلو سره وگټله. کامرون په روان نړیوال جام کې ډیر ښه نه دی ځلیدلی.
نیمار د کامرون پر وړاندې لوبه کې دوه گوله ووهل. نیمار تر اوسه پورې په نړیوال جام کې څلور گوله وهلي دي او په دې ترتیب سره تر نورو گولو وهونکو مخکښه دی.
برازیل خپل دریم گول د لوبې په ۴۹مه دقیقه کې وواهه. چې تر هغه وروسته د لوبې څلورم گول هم ووهل شو. په دې منځ کې کمرون هم یو گول ووهه او لوبه د څلور پر یو پایلې سره پای ته ورسیده.
برازیل به اوس په راتلونکي پړاو کې د چیلي پر وړاندې لوبه وکړي.
د نړیوال جام د دولسمې ورځ په څلورمه لوبه کې مکسیکو د کرواسیا پر وړاندې ولوبید. مکسیکو دغه لوبه د درو گولونو په وهلو او یوه گول له خوړلو سره وگټله او په دې ترتیب سره یې د نړیوال جام بل پړاو ته لار وموندله.
د مکسیکو لومړۍ گول د دې ډلې کپتان رافا ماکویز وواهه .
مکسیکو به د نړیوال جام په دویم پړاو کې له هالند سره ولوبیږي.