د نړیوال جام ۱۶مه ورځ په انځورونو کې
د نړیوال جام دویم پړاو پیل شو. په دې پړاو کې هره لوبډله یوه لوبه کوي. که یې وگټله بل بړاو ته مخکې ځي او که نه نو له نړیوال جانم څخه وځي. په دې مرحله کې لومړۍ لوبې برازیل، چیلي، اوروگوې او کولامبیا وکړې.
د نړیوال جام د شپاړسمې ورځ لومړۍ لوبه د کوربه هیواد برازیل او چیلي تر منځ وه. لوبغالی د برازیلي لوبډلې له مینه والو ډک وو.
برازیل د لوبې په ۱۸مه دقیقه کې لومړۍ گول وواهه. که څه هم په لومړي سر کې داسې ښکاریده چې گول دیوید لویز وهلی دی، خو وروسته له تکراري انځورونو څرگنده شوه چې گول پخپله د چیلي لوبغاړي گونزیلو جارا وهلی دی.
تر لومړي گول وروسته داسې ښکاریده چې برازیل به لوبه په اسانۍ وگټي خو هر څه په ۳۲مه دقیقه کې بدل شو. په همدې وخت کې چیلي مساوي کوونکي گول وواهه.
په لوبه کې بریتانیایي ریفري هیدوارد ویب هم ښه وځلید. که څه هم دغه لوبه ډیره حساسه او له فشاره ډکه وه، خو دې ریفري ښه قضاوتونه وکړل.
تر هغه وروسته چې د لوبې اصلي وخت د دوو گولو په وهلو سره د مساوي له پایلې سره ختم شو، لوبغاړو ته نیم ساعت اضافه وخت ورکړل شو چې دغه پایله پخپله گټه بدله کړي. په اضافي وخت کې هم کوم گول و نه وهل شو او لوبه پینالتي ته ولاړه.
په پینالتي شوټونو کې د برازیل گول ساتونکي جولیو ډیر ښه وځلید. په دې ترتیب سره کوربه هیواد برازیل د لوبې گټونکی شو او بل پړاو ته یې لار وموندله.
د شپاړلسمې ورځ دویمه لوبله د کولمبیا او اوروگوي تر منځ وه. د اوروگوي ستوری لوبغاړی لویز سواریز په تیرې لوبه کې د فول کولو له کبله اجازه نه لرله چې ولوبیږي، خو د دې لوبډلې مینوالو د هغه نه شتون په ټوکو ټکالو ولمانځه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې ۲۲ کلن کولمبیایي لوبغاړي جیمز رادریگز، گول وواهه. ډیر شمیر کسان دا د روان تورنمنک له ښایسته گولونو څخه یو بولي.
ردوریگز په همدې لوبه کې یو بل گول هم وواهه او له دې سره کولمبیا تر اوروگوي دوه گوله مخکې شوه.
په دې ترتیب سره به کولمبیا د نړیوال جام په بل پړاو کې له کوربه هیواد برازیل سره لوبه وکړي.
د سواریز نه شتون د اوروگوي پر لوبډلې باندې ناوړه اغیزه وکړه. په دې ترتیب سره د دې هیواد لوبډله له نړیوال جام څخه ووتله او کولمبیا د دوو گولونو له وهلو سره بل پړاو ته مخکې ولاړه.