د نړۍ شپږ ژوندي نایابه مخلوقات
آیا تاسو د نړۍ شپږ عجیبه ژوندي مخلوقات پېژنئ؟ دلته تاسو ته د دغو مخلوقاتو په هکله معلومات درکوو.
رینکوکالاموس یا نقاب پوشه مار
دغه مار د سعودي عربستان په لويديځ کې موندل شوی او سږکال خلکو ته وښودل شو. دا مار په وچو غرنيو سیمو کې ژوند کوي. دا پر سر دوې تورې نښې لري چې داسې ښکاري لکه نقاب ېې چې پر سر کړی وي.
اوږده غاړه لرونکی کیشپ
د اوږدې غاړې درلودونکی دغه کشیپ يوازې د اندونیزیا په روټ جزيره کې پيدا کیږي. د اوږدې غاړې لرلو په دليل ټول ځان ېې تر محافظتي کپوړې لاندې نه ځايږي. د دغو کشيپانو د نسل بقا له خطر سره مخ ده.
اوږده پوزه لرونکې بيزو (پروبوسیس)
پروبوسیس بيزوګانې هم د نړۍ د موجوده عجیبه ژونديو مخلوقاتو په ډله کې راځي. دغه بيزوګانې د آسیا په جنوب شرقي ټاپو بورنیو کې ژوند کوي.
سرې شونډې لرونکی کب
د بریتانیا ګالاګاپوس محافظتي صندوق وايي کله چې تاسو د سرو شونډو لرونکی کب وينۍ نو داسې فکر کوئ چې یا ېې وينه څښکلې او یا یې لبسیرن وهلی. دغه کبان د آرام سمندر په ګالاپاګوس ټاپو په اوبو کې ژوند کوي. دوی کوچني کبان او یو ډول سمندري چنګاښونه ښکار کوي.
مخ پورته پوزه لرونکې توره بېزو
دغه بيزو د هغو حیواناتو په ډله کې راځي چې انسانانو سره ډېر شباهت لري. د دغه نسل بيزوګانو بقا له خطر سره مخ ده. خو په شمېر کې ېې کموالی نه دی راغلی.
فلیپيني عقاب
د دغه فليپيني عقاب عمر کابو ۳۲ کاله دی. د حیرانتیا خبره دا ده چې د فليپيني عقاب خوراک بيزوګانې او نور نسبتاً لوی جسامت لرونکي حیوانات دي. د دغو عقابونو د نسل ادامه هم له خطر سره مخ ده. اوس په نړۍ کې دا ډول یوازې څو سوه عقابان شته.