د نړۍ لنډ او مهم خبرونه
د نړۍ لنډ او مهم خبرونه له متن او انځور سره
د انیس عامري جسد په تونس کې خاورو ته سپارل شوی
د آلمان په پلازمینه برلین کې د کریسمس د جشن پر بازار باندې د بریدګر انیس عامري جسد د هغه په پلرني هیواد تونس کې خاورو ته وسپارل شو. د دویچه ویله خبریال رپوټ ورکړی چې د انیس عامري خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د هغه د کورنۍ لږ شمیر غړي، خپلوان او ګاونډیانو برخه اخیستې وه. د عامري جسد د جون میاشتې په وروستیو کې له ایټالیا څخه تونس ته انتقال شو او د تونس په پلازمینه کې په یوه روغتون کې ساتل کیدو.
چین د شمالي کوریا پر ضد د تازه بندیزونو هرکلی کړی
چین ویلی دي چې د شمالي کوریا پر ضد تازه وضع شوي بندیزونه ډیر ضروري وو خو د دې څرګندونو ترڅنګ چین له شمالي کوریا سره پر خبرو ټنیګار کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا پر شمالي کوریا باندې د تازه پریکړه لیک تر تصویب وروسته، د شمالي کوریا متحد او شمالي ګاونډي چین او امریکا پر پیونګیانګ باندې فشارونه ډیر کړي دي. داسې اټکل کیږي چې دغه بندیزونه به د شمالي کوریا کلنی عاید ۲.۵ میلیارده یورو کم.
داعش په سوریه کې نورې سیمې هم له لاسه ورکړي
د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش په سوریه کې تر خپلې ولکې لاندې ګڼ شمیر نورې سیمې هم له لاسه ورکړي. د سوریې دولتي ځواکونو د سوریې د حمص ولایت د السخنه سیمه چې د داعش جنګیالیو تر کنترول لاندې وروستۍ سیمه وه، ازاده او تر خپل کنټرول لاندې راوستې. دغه سیمه تر دې مخکې د سخت دریځو او یاغیانو په لاس کې وه.
د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ د پورونو پر سر تازه توپیرونه
رپوټونو د بریتانیا د حکومت په حواله خبر ورکړی چې بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو یا برګزیت له پاره یوازې ۴۰ میلیارده یورو اروپايي ټولنې ته ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې اروپايي ټولنې د ۶۰ میلیارده یورو د ورکړې خبرې کړې او ان د فرانسې د اقتصاد وزیر برونو لیمیر د روان کال په جولای کې ویلي وو چې بریتانیا له دې ټولنې ۱۰۰ میلیارده یورو پوروړې ده.
په افریقايي مالي هیواد کې ډله ایز قبرونه موندل شوي
په مالي کې د طوارق د ډلو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال د سولې یوه توافقنامه د دغو ډلو ترمنځ شخړې تهدیدوي، ملګرو ملتونو د دې هیواد شمال کې ګڼ شمیر نوي ډله ایز قبرونه کشف کړي دي. ملګرو ملتونو ان ځینې داسې شواهد ترلاسه کړي چې د ماشومانو په اختطاف باندې دلالت کوي. په مالي کې د «مینوس ما» تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو ماموریت په دې هیواد کې د انفیس په نامه یوه کلي کې یو شمیر ډله ایز قبرونه کشف کړي دي.