د نړۍ مهم او مشهور مشران څومره معاش لري؟
د نړۍ د مهمو حکومتونو او دولتونو مشرانو ته د مياشتې څومره معاش ورکول کيږي؟ په دې انځوريز راپور کې یې په اړه معلومات.
۱- لي شين لونگ
د نړۍ د حکومتي مشرانو په ډله کې تر ټولو زيات معاش د سنگاپور صدراعظم لي شين لونگ اخلي. نوموړی هره مياشت د خپلو خدماتو په بدل کې يو لک ۴۵ زره امريکايي ډالر ترلاسه کوي.
۲- اينلاين بیرسيت
د سويس چې رسمي نوم سويس کنفدراسيون دی، د ولسمشر ايلاين بيرسيت مياشتنی معاش کابو ۳۶ زره ډالره جوړيږي.
۳- انگلا ميرکل
د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل معاش د اروپايي ټولني د ټولو غړيو هيوادونو تر لومړيو وزیرانو زيات دی او په نړۍ کي بيا دريم مقام لري. د پارلمان د غړې او د صدراعظمې په توگه نوموړې په ټولیزه توگه په مياشت کې ۲۷۷۹۳ يورو (څه د پاسه ۳۶ زره ډالره) معاش اخلي.
۴- ميلکوم ترن بل
د استراليا د صدراعظم ميلکم ترن بل، کلنی معاش پنځه لکه ۲۸ زره استرالیايي ډالر ده، چې د مياشتي ۳۳ نيم زره امريکايي ډالره وي. په دې توگه دی د لوړ معاش لرونکو مشرانو په کتار کې څلورم ځای لري.
۵- دونالد ترمپ
د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ مياشتنی معاش ۳۳۳۳۳ ډالره دی. ترمپ که څه هم په دې توگه په دې کتار کې پنځم مقام لري، خو نوموړي د معاش د نه اخيستو اعلان کړی دی.
۶- چارلس مشيل
د «ويج انديکيتر» په نامه مالي مجلې په حواله د بيلجيم صدراعظم چارلس مشيل په مياشت کې د ۲۸ زره ډالرو په اخیستو سره په نړۍ کې ۶ او په اروپا کې د معاش په برخه کې دويم مقام لري.
۷- سرجيو ماتريلا
د ايټاليا جمهوررئيس ته د میاشتې ۲۳ زره امريکايي ډالرو معادل تنخوا ورکول کيږي.
۸- جستن ترودو
د کانادا لومړی وزير جستن ترودو، په نړۍ کي د ډير معاش ترلاسه کوونکو مشرانو په دې نوملړ کې ۸ مقام لري او مياشتنی معاش یې څه کم ۲۲ زره امريکايي ډالره دی.
۹- کرستي کاليو لايد
د استونيا ۳۸ کلنه ولسمشره کرستي کاليو لايد، هره مياشت د ۲۰ زره امريکايي ډالرو معادل معاش ترلاسه کوي.
۱۰- لارس لوکې راسموسن
د ډنمارک لومړی وزیر په دې نوملړ کې لسم ځای لري او هغه ته د مياشتې د څه کم ۲۰ زره امريکايي ډالرو معادل معاش ورکول کيږي.
۱۱- ستيفان لووين
د سويدن د صدراعظم ستيفن لووين میاشتنی معاش کابو ۱۹ نيم زره ډالره کيږي.
۱۲- جمي مورالس
د گواتيمالا د ولسمشر جمي مورالس، میاشتنی معاش هم له ۱۹ زره او ۳۰۰ امريکايي ډالرو سره برابر دی.
۱۳۔ الهام علي اف
د «ويج انديکيتر» په حواله د آذربايجان ولسمشر الهام علي اف هم د مياشتې کابو ۱۹ زره امريکايي ډالر معاش لري.
۱۴- ايمانويل مکرون
د اروپايي ټولنې د دويم قوي اقتصاد، فرانسې د ولسمشرايمانويل مکرون، مياشتنی معاش تر ۱۷ نيمو زرو ډالرو زيات دی خو د ميرکل په پرتله یې معاش ډير کم دی.
۱۵- شينزو ابی
پنځلسم مقام د جاپان لومړی وزير شينزو ابی لري، چې د مياشتې ۱۶ زره او ۷۰۰ ډالر معاش اخلي.
د نړي د نورو مشرانو معاشونه
تر اوسه تاسې د نړۍ د ۱۵ زياتو معاش لرونکو مشرانو انځورونه وليدل اوس به د بريتانيا، روسیې، ترکیې، هند او پاکستان په څير هيوادونو د مشرانو د معاشونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
تريزا مې
د بريتانيا د لومړۍ وزیري تريزا مي مياشتنی معاش ۱۶ نيم زره ډالره کيږي.
رجب طېب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان هره مياشت ۱۳ زره ډالر معاش اخلي.
ولاديمير پوتين
د روسیې جمهوررئيس ولاديمير پوتين، د نورو ډيرو مهمو مشرانو په پرتله کم معاش لری. دی د مياشتې ۱۲ نيم زره ډالر معاش اخلي.
عبدالفتاح السيسي
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته هره مياشت ۵ زره او ۸۰۰ ډالره معاش ورکول کيږي.
نريندر مودي
د هند صدراعظم نريندرا مودي په دې نوملړ کې ډير لاندي دی او د مياشتي کابو دوه نيم زره امريکايي ډالر معاش لري.
شي جين پينگ
په دويم ځل د چين د ولسمشر په توگه ټاکل شوی شي جين پنگ يوازې ۱۷۰۰ امريکايي ډالره معاش لري.
شاهد خاقان عباسي
د پاکستان لومړی وزیر د نړۍ د نورو مشرانو په پرتله ډير کم معاش ترلاسه کوي. د ځايي رسنيو په حواله نوموړي ته هره میاشت کابو ۱۲۵۰ امريکايي ډالره ورکول کيږي.