د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په استانبول کې د شبې پر کلب بريد لږ تر لږه ۳۹ تنه ووژل
په استانبول کې د شپې په يوه کلب باندې تر بريد وروسته چې لږ تر لږه ۳۹ انسانان يې ووژل، اوس د ترکيې چارواکي په چټکتيا سره په عامل پسې ګرځي. د کورنيو چارو د وزير، سليمان سويلو، په خبره تر اوسه پورې ۲۱ تنه مړي پېژندل شوي دي. په قربانيانو کې لږ تر لږه ۱۵ بهرنيان هم شتون لري. ۶۹ انسانان په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي چې څلور پکې سخت ټپيان دي.
مېرکل د استانبول بريد وغانده
د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل، د استانبول بريد «غير انساني او ناځوانه» بللی دی. صدراعظمې د ترکيې له ولسمشر، رجب طيب اردوغان سره خپله غمشريکي څرګنده کړې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير هم، سخت متاثره معلومېده. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپل وار له ترکيې سره د تروريزم په وړاندې په مبارزه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.
په سلګونو زرو جرمنيانو د پوليسو تر حفاظت لاندې نوی کال ولمانځه
د سختو امنيتي تدابيرو لاندې په آلمان کې د نوي کال د لمانځنې جشنونه په سوله يز ډول پای ته رسېدلي دي. په برلين کې د براندنبورګ د دروازې په شاوخوا کې په سلګونو زرو خلکو نوي کال ته د اروپا د تر ټولو سترې مېلې او اورلوبو په واسطه هر کلی ووايه. د برلين په يوه کريسمس بازار باندې تر شوي سخت بريد وروسته څه باندې ۱۷۰۰ پوليس موظف شوي ول څو د دغې مېلې ساتنه وکړي.
د ملګرو ملتونو نوي عمومي منشي د سولې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو نوي عمومي منشي، انتونيو ګوتېرېس، د نوي ميلادي کال په پلمه په نړۍ کې د سولې غږ کړی دی. هغه وويل چې په دغه وظيفه کې په خپله لومړۍ ورځ غواړي له خلکو هيله وکړي چې د نوي کال له پاره دې يو کډ هدف ولري او هغه دا چې «سولې ته بايد لومړيتوب ورکړل شي». ګوتېرېس ټينګار وکړ چې هيڅوک په جنګونو کې ګټونکي نه وي. د هغه په خبره «په بيليونو ډالر مصرفيږي څو بسته ټولنې او اقتصاد يې ويجاړ کړای شي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ترکيې او روسيې د سولې د هڅې ملا وتړله
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د رايو په اتفاق سره د سوريې له پاره د روسیې او ترکيې د يوې هڅې ملاتړ شوی دی. د شورا غړو د مسکو او انقرې له خوا د سوله يزې حل لارې د لټولو هر کلی کړی دی. دغه خبره په نيو يارک کې په تصويب شوي پرېکړه ليک کې راغلې ده چې روسيې هغه وړاندې کړی وو. د روسيې او ترکيې د پلان له مخې د جمعې ورځې راهيسې د نافذ اوربند تر څنګ په قزاقستان کې د سولې خبرې اترې هم په نظر کې نيول شوې دي.
مالټا د اروپايي ټولنې د شورا مشري تر لاسه کړې
مالټا، چې د اروپايي اتحاديې تر ټولو کوچنی غړی هېواد دی، د نوي ميلادي کال د پيلېدو راهيسې د شپږو مياشتو له پاره د اروپايي ټولنې د شورا مشري پر غاړه اخيستې ده. په دې ترتيب دغه هېواد د ۲۰۱۷ کال په لومړي نيمايي کې د اروپايي ټولنې په منځ کې د نظر د اختلاف په قضيو کې د منځګړيتوب رول خپلوي. د مالټا د رياست يوه مهمه دنده به په اروپا کې د پناه د نوي سيستم په اړه جوړ جاړی وي.
ايټاليا غواړي چې ډېر مهاجرين اخراج کړي
ايټاليا غواړي چې په راتلونکي کې د هغو مهاجرو په وړاندې کلک اقدامات پلي کړي چې د اقامت اجازه نه ده ورکړل شوې او کوم چې بايد ډيپورت شي. د کورنيو چارو له وزارت څخه اورېدل کيږي چې د موجوده څلورو سترو مرکزونو تر څنګ به د اخراج ۱۶ نور مرکزونه هم رامنځ ته شي. د پوليسو مشر، فرانکو ګابريېلي په خپلو مامورينو باندې غږ کړی دی چې د اخراج کېدونکو کډوالو د درک معلومولو له پاره دې زياتې هلې ځلې پورته کړي.