د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د اسرائيل، ايران او سوريې تر منځ ترينګلتيا ډېره شوې
د اسرائيلو صدراعظم، بنيامين نتانياهو، د خپل هېواد د شمالي سرحد په اوږدو کې د وضعې له بيا ترينګلتيا څخه خبرداری ورکړی دی. نتانياهو وويل چې هېواد يې سوله غواړي، خو «هر ډول بريد به دفع» کړي. د سوريې هوايي دفاع له دې مخکې ګډ سرحد ته څېرمه يوه اسرائيلي جنګي الوتکه ويشتلې وه. اسرائيل په غبرګون کې په سوريه کې پر مورچلونو باندې يو شمېر هوايي بريدونه کړي دي.
د مصر پوځ د سينا په عملياتو کې ۱۶ تندلاري وژلي
د سوريې پوځ د خپلو څرګندونو په حواله د سينا په نيمه ټاپو کې د پراخو عملياتو د لارې ۱۶ تنه تندلاري وژلي دي. پوځ په يوه بيانيه کې ويلي دي چې څلور نور تندلاري او ۳۰ تنه شکمن کسان نيول شوي هم دي. دغه ماموريت د جمعې په ورځ پيل شوی و. د مصر ولسمشر، عبدالفتح سيسي، د نومبر مياشتې په پای کې له يوه سخت بريد وروسته پر پوځ غږ کړی و چې نيمه ټاپو دې د دريو مياشتو په جريان کې بېرته تر ولکې لاندې راولي.
د کردانو په وړاندې تعرضي عملياتو کې ۱۱ ترکي عسکر وژل شوي
ترکيې درې اوونۍ وروسته له هغه چې د کردانو د «واي پي جي» ډلې پر ضد يې تعرضي عمليات شروع کړي دي، تر اوسه پورې تر ټولو سخته ماتې خوړلې ده. د ترکيې د اردو په حواله يې د شنبې په ورځ ۱۱ تنه عسکر وژل شوي دي، چې دوو تنو يې د يوې څرخي طيارې په رالوېدلو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا چې نور عسکر يې څنګه وژل شوي دي، څرګنده شوې نه ده. ۱۱ سرتېري ټپيان شوي هم دي.
بوکو حرام په نايجريا کې ۱۳ يرغمل کسان خوشې کړل
د بوکو حرام تروريستي ډلې د نايجريا په شمال ختيځ کې ۱۳ يرغمل کسان آزاد کړي دي. په آزاد شويو کسانو کې د ولسمشر د وياند، ګاربا شېهو، په حواله لس تنه يرغمل شوې ښځې شاملې دي او همداراز د مايدوګوري د پوهنتون درې تنه جيولوجستان هم راځي. دغه د پوهنتون کارکوونکي د داسې يوه څېړنيز پلاوي غړي ول چې د جون په مياشت کې يې د چاد د جهيل په شاوخوا کې نفت لټول.
پر افريقايانو تر ډزو وروسته په ايټاليا کې د تعصب ضد لاريون وشو
يوه اوونۍ وروسته له هغه چې پر مهاجرو باندې د ايټاليې په ماسېراتا ښار کې ډزې شوې وې، په زرګونو انسانانو د تعصب او نژاد پالنې پر ضد مظاهره کړې ده. د تنظيمونکو په حواله ۱۰ تر ۳۰ زرو پورې انسانانو د ايټاليا په زړه کې په دغه لاريون کې ګډون وکړ. په نورو ښارونو کې هم ورته احتجاجي تظاهرات شوي دي. يوه ښي اړخي نفر يوه اوونۍ پخوا د تعصبي انګېزې له مخې له روان موټر څخه پر تورپوستانو باندې ډزې کړې وې.