د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د چين د ولسمشر کاري دوره وغځول شوه
په چين کې د انتظار سره سم د ولسمشر د کاري دورې محدودول له منځه وړل شوي دي. په پکينګ کې ولسي کنګرې په اساسي قانون کې دغه ډول بدلون ته رايه ورکړې ده. اوسنۍ مقرره چې حد اکثر دوو پنځه کلنو کاري دورو ته پکې اجازه ورکول کيږي، په دې ډول حذف شوه. برحاله ولسمشر، شي جين پينګ، اوس کولای شي چې ټول ژوند په دغه هېواد کې حاکم پاته شي.
روسيې نوی ډول چټک توغندی ازمويلی
د روسيې اردو د خپلو څرګندونو په حواله د ماورا صوت يا له غږ څخه چټک توغندی ازمويلی دی. د «کينشال» يعنې خنجر په نوم توغندی يوه نوې ډول اتومي وسله ده چې ولسمشر، ولاديمير پوتين، هغه د مارچ مياشتې په وينا کې هم ياده کړې وه. د اينترفاکس خبري اژانس په حواله دغه توغندی د روسيې په جنوب کې له هوا څخه د يوې ميګ ۳۱ ډوله الوتکې په واسطه توغول شوی او د تريننګ په ساحه کې په نخښه شوی هدف يې ويشلی دی.
ترمپ ښايي اروپايي ټولنه له لوړو تعرفو څخه مستثنا کړي
د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، اروپايي ټولنې ته د فولادو او المونيم په سر د لوړو تعرفو د استثنا وړانديز کړی دی. په مقابل کې بايد د هغه په خبره د امريکايي توليداتو په سر اروپايي ګمرکات هم له منځه ولاړ شي. که اروپايي ټولنه اوس د امريکا د متحده آيالاتو دغه وړانديز ونه مني، نو ترمپ د اروپايي موټرو په سر د لا زياتو ګمرکاتو د لګولو ګواښ کوي.
ترکي ځواکونه د عفرين څنډو ته رسېدلي
ترکي ځواکونه د عفرين ښار څنډو ته رسېدلي دي. له خپلو متحدينو يعنې ياغيانو سره يو ځای هغوی دغه ښار ته ورنژدې شوي دي. دغه خبره په بريتانيا کې مېشته د بشري حقونو سوريايي سازمان کوي. ترکيې په جنورۍ مياشت کې د عفرين په سيمه کې د کردي «واي پي جي» ځواکونو پر ضد تعرضي عمليات شروع کړي ول. د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د جمعې په ورځ لا ويلي وو چې د ترکيې پوځ د عفرين د نيولو په درشل کې قرار لري.
کاردينال لېمان د ۸۱ کلونو په عمر ومړ
د ۸۱ کلونو په عمر د آلمان د ماينڅ ښار پخوانی اسقف، کارل لېمان، مړ شوی دی. دغه خبره د اسقفانو يادې ادارې کړې ده. لېمان تقريبا ۲۱ کاله د آلمان د اسقفانو د کنفرانس مشر هم پاته شوی و چې د کاتوليکانو پر ژوند يې ډېر تاثير اچولی و. هغه د نوي عصر يو پُل جوړونکی شخصيت بلل کېده.
په جاپان کې د فوکوشيما د قربانيانو يادون
په جاپان کې اووه کاله مخکې د فوکوشيما د سونامي او اتومي ناورين د قربانيانو ياد د وير د مراسمو له لارې تازه شو. حکومتي مشر، شينزو آبې، د پارلمان له استازو او د قربانيانو له خپلوانو سره وکتل څو دعا وکړي او ورسره يو ځای چوپتيا اختيار کړي. په فوکوشيما کې د زلزلې او سونامي له کبله تقريبا ۱۸ زره انسانان وژل شوي ول. د فوکوشيما اتومي بټۍ تر اوبو لاندې شوې وه چې له امله يې هستوي ويلي کېدنې صورت نيولی و.
په کلومبيا کې پارلماني انتخابات کيږي
د فارک په نوم د ياغيانو له کيڼ اړخې ډلې سره د سولې د تړون له امضا کولو وروسته په لومړي ځل نن په کلومبيا کې نوی پارلمان ټاکل کيږي. دغه انتخابات د می په ۲۷مه د ولسمشريزو ټاکنو له پاره هم ازمايښتي بڼه لري. په نظرپوښتنو کې د پخواني ولسمشر، آلوارو اوريبه، تر مشرۍ لاندې ښي اړخی محافظه کار ګوند، سېنترو دېموکراتيکو، په ۱۷ سلنه رايو سره مخکښه و. په انتخاباتو کې د ونډې حق ۳۶ ميليونو خلکو ته ورکړل شوی دی.