د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د کاتالونيا پخوانی سيمه يز مشر، بوجدمون، ونيول شو
د کاتالونيا پخوانی سيمه يز مشر، کارلېس بوجدمون، په آلمان کې نيول شوی دی. د شلېسويګ هولشتاين د آيالتي جنايي ادارې يوه وياند وويل چې د لويو لارو پوليسو بوجدمون له غرمې مخکې نيولی دی. د هغه د ګوند او د مدافع د وکيل د څرګندونو په حواله هغه دنمارک څخه د وتلو پر مهال د سرحد په اوږدو کې درول شوی دی. داسې ويل کيږي چې پوجدمون له فنلنډ څخه د بلجيم په لور روان و.
فون دېر لاين: د افغانستان ماموريت ژر پای ته نه رسيږي
د آلمان د دفاع وزيرې، اورزولا فون دېر لاين، د آلمان پوځ ته ويلي دي چې په افغانستان کې د دغه ماموريت پای لا نه تر سترګو کيږي. د دفاع وزيرې، د آلمان د خبري اژانس په حواله د افغانستان په شمال کې له آلماني عسکرو څخه په ليدنه کې وويل چې افغانستان لا په دغه وضعيت کې قرار نه لري چې يوازې د امنيتي چارو مسئوليت پر غاړه واخلي. د هغې په خبره هغه په يوه مهالوېش پورې تړلی نه دی چې بايد «هسې سر ته ورسول» شي.
په متحده آيالاتو کې د وسلو ضد پراخ لاريونونه وشول
د امريکا په متحده آيالاتو کې په سلګونو زره کسان په هېواد کې د وسلو د لا سخت قانون په پلويتوب کوڅو او سړکونو ته راوتلي ول. په فلوريدا کې په يوه مکتب باندې تر بريد وروسته د «زموږ د ژوند له پاره مارش» تر شعار لاندې په ټول هېواد کې لاريونونه وشول. په پلازمېنه واشنګټن کې مرکزي احتجاج ته تر ټولو زيات خلک ورغلي ول.
ترکيه: عفرين په بشپړ ډول زموږ تر کنترول لاندې دی
يوه اوونۍ وروسته له هغه چې د سوريې په شمال لويديځ کې د عفرين ښار ونيسي، د ترکيې اردو د خپلو څرګندونو په حواله ټوله سيمه «په بشپړه توګه» تر کنترول لاندې راوستې ده. دغه خبر د ترکيې خبري اژانس انادولو د ترکيې د پوځي مشرتابه په حواله ورکړی دی. له مخې يې ويل شوي دي چې له بيا ستنېدونکو کسانو سره مرستې روانې دي. د ترکيې ځواکونو دوه مياشتې مخکې د کردانو د «واي پي جي» مليشې په وړاندې عمليات شروع کړي ول.
په هرات کې پر مسجد بريد مرګژوبله اړولې
دوه تنو ځانمرګو بريد کوونکو د افغانستان په لويديځ هرات ولايت کې پر يوه مسجد باندې د بريد له کبله لږ تر لږه يو تن وژلی دی. د پوليسو په حواله اووه تنه ټپيان شوي هم دي. بريد کوونکو هڅه کړې وه چې د شيعه ګانو يوه جومات ته ورننوځي. خو داسې ويل کيږي چې هغه د ساتونکو له خوا درول شوي ول چې له کبله يې د مسجد مخکې چاودنه رامنځ ته کړې وه. د اسلامي دولت يا داعش په نوم تندلاري سازمان د دغه بريد پړه منلې ده.
اسرائيلي هوايي ځواک د غزې په تراړه کې د حماس مورچلونه په نخښه کړي
اسرائيلي پوځ د خپلو څرګندونو په حواله د غزې په تراړه کې د تندلارې اسلامي حماس ډلې پر مورچل باندې بمباري کړې ده. داسې ويل شوي دي چې جنګي الوتکو د شنبې په ماښام په رفح کې د حماس په يوه پوځي اډه کې «يو تروريستي هدف» په نخښه کړی دی. د دغو څرګندونو په حواله له دې مخکې څلور تنو فلسطينيانو له اسرائيل سره غځېدلې سرحدي کټاره خرابه کړې وه او کوښښ يې کړی و چې يوه موټر ته اور ورته کړي.
په ترکمنستان کې پارلماني ټاکنې دوام لري
په ترکمنستان کې پارلماني انتخابات روان دي. انتخاباتي مرکزونه د ځايي وخت مطابق د ماښام په اوو بجو تړل کيږي. د ۲۸۴ کانديدانو په منځ کې چې په پارلمان کې د ۱۲۵ چوکيو په سر سيالي کوي، ښايي د ولسمشر، قربان قلي بردي محمدوف زوی، مخکښه وي. ۳۶ کلن سردار بردي محمدوف غواړي چې په پارلمان کې خپله چوکۍ وساتي. هغه د کتونکو په اند د دې چانس هم لري چې د پارلمان رئيس مقرر شي.