د نړۍ مهم خبرونه
په کابل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ په داسې حال کې چې خلکو د نوروز جشن لمانځه د کابل په لويدیځ کې د سخي زيارت ته څېرمه چاوني ۶ کسان وژلي او ۲۳ نور يې ټپيان کړي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد، د آلمان خبري آژانس ته دغه خبر تائيد کړی. ولسمشر غني بیا د نوروز په مراسمو کې د ګډون له پاره د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته تللی او هلته یې په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
میرکل د بریګزیت د ځنډولو له پاره شرایط وړاندې کړي
د آلمان صدراعظمه انګلامیرکل غواړي چې د بریتانیا له لوري د بریګزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پروسې ځنډیدل د یو لړ شرایطو په پام کې نیولو سره قبول کړي. د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې د روان کال د جون میاشتې تر۳۰ نیټې پورې د بریګزیت ځنډولو غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې مشران غواړي چې په دې هکله په راتلونکو ورځو کې سلامشورې وکړي.
نیوزیلنډ غواړي د اتومات او نیمه اتومات وسلو درلودل منع کړي
نیوزیلنډ غواړي په نیږدې راتلونکې کې د نیمه اتومات وسلو لرل منع کړي. د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسیندا اردیرن ویلي چې په دې هکله به یو قانون په راتلونکې میاشت کې عملي شي. د نیوزیلنډ د حکومت د دې کار دلیل په وروستیو ورځو کې د دې هیواد په کریسچرچ ښار کې پر دوو مسجدونو باندې د یوه کس خونړی برید په ګوته شوی دی. په دغه برید کې چې د تیرې جمعې په ورځ ترسره شو، په یوه جومات کې ۵۰ کسان ووژل شول.
نیکاراګوا غواړي ۷۰۰ سیاسي زندانیان آزاد کړي
د نیکاراګوا حکومت غواړي چې د ۹۰ ورځو په ترڅ کې ټول سیاسي زندانیان آزاد کړي. د لاتینې امریکا د حکومتونو د سازمان ځانګړې استازي لویس انګل روزادیلا د دې خبر په هکله وویل چې دغه اقدام باید د اپوزیسیون او حکومت ترمنځ د تازه مذاکراتو له پاره زمینه برابره کړي څو نیکاراګوا له روان سیاسي کړکیچ څخه په سوله ایزه توګه ووځي. اټکل کیږي چې په نیکاراګوا کې اوس ۷۰۰ سیاسي زندانیان په محبسونو کې ساتل کیږي.
د هالند حکومت ښايي په سنا کې اکثریت له لاسه ورکړي
د اټکلونو له مخې، د هالند حکومت د دې هیواد په سنا کې خپل اکثریت له لاسه ورکوي. د دې هیواد په محلي ټاکنو کې د «دموکراسۍ ټولنې» په نامه عوامپاله ډلې په ناڅاپه توګه د لومړي وزیر مارک روته تر مشرۍ لاندې د ښي اړخي لیبرال ګوند وروسته غښتلی مقام ترلاسه کړی. په هالند کې محلي ټاکنې په اوتریخت کې د خونړي برید تر سیوري لاندې ترسره شوې چې پکې درې کسان ووژل شول.