د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې اقلیمي بدلون او سیلابونه
د ځمکې تودوخه او د اقلیم بدلون لامل شوي چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې پرله پسې بارانونه او شدید سیلابونه راشي. په افغانستان، پاکستان او ایران کې سیلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
افغانستان، غور ولايت
په وروستیو پېښو کې د افغانستان په مرکزي سیمو کې پرله پسې بارانونو له امله په غور ولایت کې ناڅاپه سېلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۵۰ تنه یې وژلي دي.
افغانستان، په زرونو کورنه ويجار شوي
د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دغه سېلاب کې لږ تر لږه دوه زره کورونه ویجاړ شوي او څلور زره نور کورونه ویجاړ شوي دي. شاوخوا دوه زره دوکانونه هم زیانمن شوي دي. ګڼ کسان ټپیان او یو شمیر نادرکه دي. دغو سیلابونو څارویو ته هم زیان اړولی دی.
افغانستان، شمال کې ناڅاپه سېلابونه
تېره اوونۍ د سختو بارانونو له کبله د افغانستان په شمال کې هم ناڅاپه سېلابونو راووتل. دغو سيلابونو کلي ویجاړ کړل، ۳۱۵ کسان یې ووژل او تر ۱۶۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.
آلمان، زارلنډ ايالت
د جرمني په زارلنډ ایالت کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راغلي چې د چارواکو په وینا په تېرو ۳۰ کلونو کې بې ساري وو.
آلمان، له سختو بارانونو خبرداری
چارواکو او د جرمني د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې وړاندې د دې سخت باران په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې چمتوالی ونیسي. د سیلابونو د مخنیوي لپاره ډیری تدابیر نیول شوي.
بلجیم
د آلمان د خبري آژانسونو د رپوټ له مخې د آلمان په گاونډي هیواد بلجیم کې هم سیلابونو د ترافیکو په گډون د عامه خدمتونو په برخه کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده.
هالند
په هالنډ کې، هم سیلابونه لامل شوي چې د اور وژنې او ژغورنې ځواکونه چمتووالی ونیسي.دغه هیواد سمندر ته د نږدې کیدو له امله د سیلابونو له دوامداره خطر سره مخ دی.
برازیل، په زرونو انسانان بې کوره شوي
په برازیل کې د سختو بارانونو له امله زرګونه کسان بې کوره شوي، ۱۲۶ تنه مړه، ۷۵۶ تنه ټپیان او ۱۴۱ تنه لادرکه شوي دي.
برازیل، د ريوگرانډه دوسول ايالت
د ریو ګرانډه دو سول په ایالت کې سیلابونه لامل شوی چې ۱.۴ میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.
ایران
د ایران شمال ختیځ هم د سختو بارانونو او ناڅاپه سیلابونو له امله اغیزمن شوی دی. په مشهد کې چارواکو د سېلاب د راوتلو خبره کړې او ویلي یې دي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. خو خلک شکايت کوي او وايي چې سېلاب ډېر زيانونه اړولي دي.
پاکستان
په تېرو دوو اوونيو کې پاکستان کې موسمي بارانونو او سېلابونو سخت زيانونه اړولي دي. د اپریل په میاشت کې چې په دغه هیواد کې په تیرو ۶۰ کلونو کې تر ټولو باراني میاشت وه، لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل شول
اقلیمي بدلونونه
دغه راز ، د فرانسې په شمال ختیځ موسیل سیمه کې له سختو بارانونو وروسته د سیند د سطحې د لوړیدو له امله د سیلاب خبرداری ورکړل شوی دی. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون به په ټوله نړۍ کې د سیلابونو شمیر او شدت زیات کړي.