د نړۍ په یو شمېر لویو ښارونو کې د ۲۰۲۵م کال د پیل شيبې
تېره شپه نړۍ، په ځانګړې توګه لوی ښارونه لکه توکیو، سيدني، پاریس، برلین، دوبۍ، نیویارک او نور د ۲۰۲۵م کال د پېل رنګینو مراسمو د لمانځنې شاهدان وو. اورلوبې، رنګینې وړانګې، خوښي او د خلکو له شوره ډک حضور. انځورنه وګورئ.
توکیو، جاپان
جاپان د ۲۰۲۵م کال د هرکلي له پاره په پلازمېنه توکيو کې دغه مشهوره دولتي ودانۍ په څراغونو رنګينه کړې ده.
سیدني، استرالیا
د استرالیا سيدني ښار معمولا د نوي کال د لمانځنې له پاره پر مشهور پله، هاربر، اورلوبې تنظیموي. د دغه پله ترڅنګ د سیدني د اوپرا ساختمان هم د اورلوبو په رنګينو رڼاګانو کې ښکاري.
هانګ کانګ
په هانګ کانګ کې د ۲۰۲۵م کال د داخلېدو شیبه. خلک په ويکتوریا هاربر کې د اورلوبو سیل ته ولاړ او ورڅخه انځورونه اخلي.
تایپه ۱۰۱ برج، ټایوان
معمولا ښارونه تر ټولې مشهورې ودانۍ د نوي کال د اورلوبو له پاره ټاکي. د ټایوان تايپه ۱۰۱ برج چې یو وخت د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ وه، په دغه انځور کې د ۲۰۲۵م کال د پيل په شيبه کې ليدل کيږي.
تایوان
د تایوان د تايپه ۱۰۱ برج له يو بل اړخه د اورلوبو د پيل شيبه. د نوې کال تر ټولو هيجاني شيبه نوي کال د داخلیدو یوازې د پاتې لسو ثانیو وخت وي. نیمه شپه یعنې فکس دولس یا صفر بجو سره نوی کال داخليږي.
د چین د هاربين د یخ او واورو جشن
په چين کې بیا د میلادي کال پيل د نړۍ د نورو سیمو په څېر ډېر پراخ نه لمانځل کيږي. په چین کې کال په قمري سیستم دی چې سږکال به د جنوري پر ۲۹مه وي. په دغه انځور کې د چین په شمالشرقي ایالت هیلونگجیانگ، کې د واورې او يخ څخه جوړ پارک لیدل کيږي. دا په خپل ډول کې د نړۍ تر ټولو ستر پارک دی. چین ېې فستیوال هم لري.
دمشق، سوريه
د سوريې دمشق ښار هم تېره شپه د ۲۰۲۵م کال د لمانځنې شاهد وو. په انځور کې خلک د یوه ستيج مخې ته د خوښیو په مراسمو کې ليدل کيږي چې د یو نندارچي له خوا پکې د سوريې بیرغ هم ښورول کيږي.
دوبۍ، متحد عربي امارات
د دوبی خلیفه برج چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ياديږي د ۲۰۲۵م کال د جنوري د لومړۍ نيټې په لومړیو ثانیو کې د اورلوبو جالبې نندارې وړاندې کړې.
برلین، آلمان
د آلمان پلازمېنه برلین په برندينبورګ دروازه کې د ۲۰۲۵م کال جشن. تر ډېره خلک د ښار همدې مشهوره سیمه کې راټول او د نوي کال داخلیدو ته انتظار باسي. رپوټونه وايي چې پولیسو د ښه امنیت له پاره تابیا نيولې وه، خو د هغې سربېره ګڼ شمېر کسان نيول شوي دي. د نوي کال جشن په څېر مراسمو کې ځېنې وخت پېښې هم رامخته کیږي.
لندن، بریتانیا
په دغه انځور کې د لندن ښار مشهور ساختمانونه، بيګ بن برج او مشهور چرخ و فلک (لندن آی) د نوي کال په اورلوبو کې ښکاري.
پاریس، فرانسه
د پاریس د ایفل برج تر څنګ شانز الیزه واټ د نوی کال د لمانځنې یو محبوب ځای دی. په دغه انځور کې یاد واټ ته څېرمه د بریا تاق پر تاق د ۲۰۲۵م کال د داخلیدو شیبه لیدل کیږي.
روم، ايټالیا
د ۲۰۲۴م کال د دسمبر پر ۳۱ شپه د روم ښار په مختلفو برخو کې خلک د نوي کال داخلیدو ته دقیقې شمارلې. په انځور کې خلک ليدل کيږي چې په جیانیکولو تپه کې خوښي او د نوي کال لمانځنه کوي.
نیویارک، امریکا متحده ایالات
د امریکا په نیویارک کې هم د ۲۰۲۵م کال جشن ولمانځل شو. په انځور کې خلک په دودیزه توګه پر «ټایم سکوایر» د کانفیت (رنګه کاغذونه) شیندلو پر مهال لیدل کيږي.