د هند په يوه روغتون کي سپيانو، نوی زيږيدلی ماشوم خوړلی
۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبهد هند په شمال فاروق آباد سيمه کي د رامنځته سوي پيښي پلټونکي، ويد پراکاش پندي، د فرانسې خبري آژانس ته د ماشوم د کورنۍ په حواله ويلي دي چي سپي د روغتون د يوې پرانيستي کړکۍ له لاري د شخصي روغتون عمليات خاني ته ننوتلي او هلته يي دغه ماشوم چي يوازي پروت وو، داړلی دی.
پراکاش زياتوي چي د نوي زيږيدلي ماشوم ټول بدن زخمي سوی وو او د عدلي طب پلټني به نور جزيات هم روښانه کړي. دغه روغتون چي د چارواکو په حواله يي د فعاليت اجازه نامه هم نه درلوده، اوس تړل سوی دی. د هغه پر ډيرو کارکوونکو باندي دعوا سوې ده.
د عکاش گنگا روغتون مشر په اول سر کي د ماشوم کورنۍ ته ويلي ول چي هغه مړ پيدا سوی وو. کله چي کورنۍ په عمليات خانه کي د سپي ږغ واوريد نو کنجکاوي يي زياته سوه. وروسته بيا روغتون غوښتل، هغوی ته د په دې اړه د پټه خوله پاتيدو له پاره پيسې ورکړي.
د هند روغتونونو ته د کوڅه ډبو سپيانو د ورتگ په اړه ډير رپوټونه ورکول سوی دی. په تيره بيا په ليرو پرتو سيمو کي روغتيايي تاسيسات په سخت ناوړه حالت کي دي.
په هند کي څه د پاسه ۳۰ ميليونه کوڅه ډبه سپيان سته چي زياتره يي د ليوني سپي په ناروغۍ اخته دي.