د هندوستان ستره محکمه: حکومت دې د پاکي هوا غم وخوري
۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبهد ستري محکمې په دغه حکم کي چي د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتي پر۲۶ مه نیټه) خپور سو، قاضیانو له ککړي هوا څخه د متضررو کسانو له پاره د ممکنه جبران خسارې خبره هم کړې ده.
محکمې حکومت ته شپږ اوونۍ وخت ورکړی دی چي په دغه جریان کي توضیح ورکړي چي ولي یې دغه جبران خساره نه ورکوي. قاضیانو په خپل حکم کي د هیواد اساسي قانون ته اشاره کړې ده، چي پراساس یې دا د حکومت مکلفیت دی، چي د پاکي هوا د رامنځته کیدو غم وخوري.
تر دې لږ موده مخکي د نوي ډهلي ایالت چارواکو د ککړي هوا په سبب صحي اضطراري حالت اعلان او عاجل تدابیر یې ونیول، لکه د یو شمیر موټرو پر تگ راتگ بندیز. د نوي ډهلي او شاوخوا پرتو ایالتونو هوا د نړۍ په سطح د ډيري ناپاکي او ککړي هوا څخه شمیرل کیږي.
په هندوستان کي د خرابي هوا د رامنځته کیدو دلایل ډیر دي له هغې جملې څخه مضره گازونه، فابریکې، ډیزلي جنریترونه او د ساختماني پروژو دوړي او غبار. خو د هر مني په پای کي بزگران خپل پاته زراعتي محصولاتو ته هم پر ممانعت سربیره اور وراچوي، ترڅو مځکه د راتلونکي کښت له پاره ښه آماده کړي. سیاست مداران هم په اصطلاح پر دې کار سترګې پټوي، ځکه چي بزگران د دوی مهم رایه ورکونکي دي.