د هيومن رايټس واچ مديرد مونشن په کانفرانس کې
۱۳۸۵ اسفند ۹, چهارشنبهد نوموړي کانفرانس ترپېل کیدو يوه ورځ مخکې، د هيومن رايټس واچ مدير ، کنټ » روټ «، په برلين کې د يوه لنډاقامت په ترڅ کې، د مونشن په نړيوال امنيتي کانفرانس کې د خپل گډون د هدف په هکله څرگندونې وکړې. » روټ « وويل: » هيومن رايټس واچ خپل تقريباًنيمايي وخت په جنگي سيموکې تېروي. هغه وگړي چې په دغوسيموکې د بشرحقوق ترپښولاندی کوي، اکثراًپوځيان دي. ځکه نوزمونږپه نظردامهمه ده چې له پوځيانوسره خبرې اترې وکړو او د هغوۍ چلندته داسی تغيرورکړو، چې د ملکي خلکوله ژوندسره په لاډېردرناوي چلندوکړي. «
افغاني جنگ سالاران لا قوي کېږي
کنټ » روټ « د افغانستان په هکله وويل: » ... مونږ د افغانستان په شمال کې د جنگ سالارۍ د ودې شاهدان يو. مونږ د افغانستان په شمال کې له يوشمېرجنگ سالارانوسره سروکارلرو، چې د حامد » کرزي « د حکومت متحدين دي او د نشه يي توکو د تجارت له لارې لاقوي کېږي اوخپل ځپونکی سياست د سيمې پر خلکوباندی تحميلوي. د دې کارپايله داده چې گڼ شمېرنجونې ښوونځي ته نشي تلای اواکثريت ښځې بيا د دې قدرت نه لري چې له کورنه ووځي. «