1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هټلر لاسي ساعت تر یو میلیون ډالرو په لوړه بیه وپلورل شو

۱۴۰۱ مرداد ۹, یکشنبه

د پخواني نازي آلمان رهبر ادولف هیټلر د لاس طلایي ساعت تر یو میلیون ډالرو په لوړه بیه لیلام شو. دا لیلام د یهودي مشرانو او ځینو فعالانو له مخالفت سربیره ترسره شو.

https://p.dw.com/p/4EvNa
Adolf Hitler und Leni Riefenstahl
انځور: KPA/dpa/picture-alliance

د آلمان د دریم رایش رهبر او دیکتاتور د په لاس کولو طلایي ساعت، د یوه شخړیز لیلام په ترڅ کې د یو میلیون او سل زره ډالرو په قیمت وپلورل شو.

د امریکایی نیلام کونکي شرکت «الکسانډر هیستوریکال اکشنز» د رپوټ پر بنسټ د سرو زرو یو لاسي ساعت چې ویل کیږي د هټلر پورې یې تعلق درلود او پر پوښ یي د دریم رایش باز یا عقاب، مات صلیب او د نازیانو د دغه مشر د نوم مخفف (A.H) حکاکي شوی و، اوس د یوه داسې خریدار پورې اړه لري چې غوښتنه یي کړې وه هویت یې باید پټ وساتل شي. د دغه ساعت د لیلام لومړنۍ بیه د ۲ او ۴ میلیونه ډالرو ترمنځ ټاکل شوې وه.

ویل کیږي چې هیټلر ته دا ساعت په ۱۹۳۳م کال کې د هغه د زیږیدو د کلیزې په مناسبت په تحفه کې ورکړل شوی و چې د ۱۹۴۵م کال د می میاشتې په ۴ نیټه د دغه دیکتاتور تر ځان وژنې وروسته، یوه فرانسوي عسکر په بایرن آلپ کې د هیټلر په قصر کې موندلی و.

Screenshot | Auktion von Hitler Uhr
انځور: alexautographs.com

په دې ځای کې به هیټلر خپلې رخصتۍ تیرولې. وروسته بیا دغه ساعت د همدې سرتیري د کورنۍ غړو ترمنځ لاس په لاس کیده.

دغه لیلام د یهودانو د ټولنې او یو شمیر فعالانو له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شو. د اروپا د یهودانو د ټولنې مشر د هیټلر د اموالو لیلام «غیر مسئولانه او پارونکی» بللی او زیاته کړې یي ده چې دغه اقدام به د ډیرو خلکو احساساتو ته زیان ورسوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح