د واورې شادوګانې، د جاپان د طبیعي ښکلا برخه
د میکاک په نوم شادوګانې یو له هغو کم شمیر تي لرونکو ژوو څخه دي چې د جاپان د طبیعت برخه دي. دغه شادوګانې له انسانانو سره له نزدې ژوند کوي او د واوریني نړۍ یو ځانګړی لید وړاندې کوي.
د شادو ګانو ټاټوبی
یمانوچي د جاپان په ناګانو سیمه کې یو کوچنی کلی دی د ګرمو اوبو د چینو له کبله شهرت لري. دغه ځای د جیکوکونداني سنو منکي پارک، له کبله هم مشهوره دی. دغه ځای ته له پلازمینې ټوکیو څخه په موټر کې یوه ورځ لار ده. ښایي که په دغه ځای کې شادو ګانې نه وای، نو د خپلو ګرمو اوبو له کبله به یې شهرت درلودی، خو د سیلانیانو شمیر به یې دومره زیات نه وو.
د شادو ګانو د لیدو لیوالتیا
دغه پارک د شادوګانو د زړه پوري ډول میکاک، له کبله د دې سبب شوی چې له ټولې نړۍ خلک له هغې څخه لیدنه وکړي. دغه شادوګانې په د ټول کال په موسمونو کې لیدل کیدای شي.
په پارک کې قدم وهل
له کابایشي څخه د شادو ګانو تر پارکه پورې په ځنګل کې ۱،۶ کیلومتره پیاده لاره. د دغه پارک د بنسټ ډبره په ۱۹۶۴م کال کې د یوه جاپاني هوټل تر جوړیدو وروسته کيښودل شوه چې خلکو د ګرمو اوبو په چینو یا ډنډونو کې د سور مخو شادګانو لمبا ولیده. پارک ته د ننوتو له پاره د ټکټ بیه ۸۰۰ ین (شا او خوا شپږو یورو) ده.
په ګرمبو اوبو کې لمبا
شادوګانې به ګرمو اوبو کې له لمبا څخه خوند اخلي. د واورې شادوګانې د ګرمۍ په موسم کې هم تر سترګو کیږي، خو دومره په اوبو کې نه وي لکه د ژمي په موسم کې. دغه بیزوګانې د ګرمۍ په موسم کې خپریږې او د ژمې په موسم کې د تودوخې د ساتلو له پاره یو او بل ته نزدي وي.
په یخنۍ کې ځان ګرم ساتل
د میکاک بیزوګانو پر بدن باندې ویښتان له هغوی سره مرسته کوي چې له یخنۍ یې وساتي، آن که له ګرمو اوبو څخه وړاندې هم وي.
پلار څوک دی؟
د جوړه کیدو په موسم کې د واورې شادوګان څو بیلا بیل نر او ښځې له یو بل سره یو ځای کیږي، نو دا خبره معلومه نه وي چې اصلي پلار څوک دی. خو دا په پارک کې ډیره عادي ده چې د شادوګانو په غیږ بچي وي، ډوډۍ خوري او د پارک په اوږدو کې قدم وهي. د پارک کارکوونکي هم د ورځې په اوږدو کې شادو ګانو ته ډوډۍ ورکوي.
له انسانانو سره نزدې والی
د واورې د شادوګانو پارک د سیلانیانو له پاره يو په زړه پورې ځای دی، چې هغوی کولای شي شادوګانې له نزدې وګوري او له هغوی سره انځورونه واخلي. پارک خپل سخت قوانین لري. پارک ته تلونکي کسان اجازه نه لري چې شادوګانو ته د خوړو له پاره څه ورکړي او نه په عامه محضر کې له پلاستیکي کڅوړو څخه استفاده کولای شي. ځکه چې بیزوګانې ښایي په غلطۍ سره پلاستیکي کڅوړې وخوري چې د هغوی معدې یې نه شي هضمولې.