د يوه ۹۰ کلن له پاره د ۹۰ کالو بند سزا
۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبهاعظم چې په خپله هم ۹۰ کلن دی د دوشنبې په ورځ د بنګله دیش د نړیوالي جنايي محکمې له خوا په ۶۱ تورونو ګرم وبلل شو او تر هغه وروسته ورته د عمري بند سزا واورول شوه. پر هغه باندې لګیدلي تورنه پر پنځو برخو ویشل شويٍ دي چې پکښې توطعه کول، پارول، خرابو کارونو ته د خلکو هڅول او د وژنو نه مخنیوی کول شامل دي.
د قضیې څارنوال «ام کې رحمان» وویل: «پر هغه باندي لګیدلي تورونه پرته له کوم شکه ثابت شول او له همدې کبله هغه په ۹۰ کلونو بند محکوم شو.»
تر دې مخکې د اعظم له پاره د عمري بند سزا غوښتنه شوې وه. د هغه پر ضد د دوسیې مسئولو څارنوالو ویلي ول چې اعظم د بنګله دیش د کورنۍ جګړې پر مهال عام وژنې، قتل، ربړوني او د بشر پر ضد جنایتونو ته لمن وهلي ده. خو بیا د محکمې د اعظم روغتیایي وضعیت او عمر ته په کتو سره هغه په عمري بند باندې محکوم کړ.
اعظم په ۱۹۷۱ کلونو کې د بنګله دیش د جماعت اسلامي ګوند مشر وو. په دغه وخت کې بنګله دیش له پاکستان څخه د خپلواکۍ د اخیستلو له پاره مبارزه کوله. پر اعظم باندي تور لګول شوی دی چې د بنګله دیش د آزادۍ د جګزې پر مهال یې یوه ملیشه جوړه کړې وه چې دنده یې د آزادي غوښتونکو قواوو ځپل وه.
د بنګله دیش د حکومت په حواله د دغه هیواد د آزادۍ په جګړه کې شاوخوا درې میلیونه کسان ووژل شول څه نا څه ۲۰۰۰۰۰ ښځي د پاکستاني پوځ او د هغه د سیمه ییزو همکارو ډلو له خوا بې غزته شوې. دا په داسې حال کې ده چې بې طرفه سرچینو د وژل شویو کسانو شمیر د ۳۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ تر منځ ښوولی دی.
جماعت اسلامي د بریدونو اعلان کړی دی
اعظم محکمې ته تر تلو مخکې په روغتون کې وو. د هغه تر محکمې وروسته او د محکمې پر مهال په بنګله دیش کې امنیتي تدابیر ډیر سخت ول. د دوشنبې په ورځ د جماعت اسلامي ډلي د پلویانو او پولیسو تر منځ په نښتو کې ډیر کسان ټپیان شوی هم ول. جماعت اسلامي ویلي دي چې د اعظم محاکمه سیاسي لاملونه لري. دغي ډلي په ټول بنګله دیش کې د اعتصابونو غږ کړی دی.
په بنګله دیش کې نړیواله جنایي محکمه په ۲۰۱۰ کال کې د دغه هیواد د لومړۍ وزیري شیخ حسنیه، له خوا جوړه شوې وه چې د دغه هیواد د ۱۹۷۱ کال د جګړي د احتمالي جنایتکارانو په اړه څیړنې وکړي.