د يوې څېړني پايله: په اروپايي ټولنه کي نیمايي شات جعلي دي
عسل یا شات ګران دي، درغلګر ور جذبوي، څو د بوري شربت ورسره ګډ کړي او په دې د درغلۍ ډګ محصول په خرڅولو سره يې جیب له پیسو ډک سي.
جعلي او اصلي شات
د اروپايي ټولني کمېسیون په بازار کي د شاتو د بډایه کیدو په اړه یوې ازمویني دې پایلي ته رسولی، چي: په ۳۲۰ ډوله عسلو کي يې په سلو کي ۴۶ په خپل ترکیب کي د ارزاني بوري شربت لري.د آلمان د «یو» تلویزیوني چېنل د راپور له مخي، دغه بېلګې د اروپايي ټولني کمېسیون اړوند په ګډ څېړنیز مرکزي لابراتوار کي په عصري لارو چارو ازمویل سوي دي.
اصلي شات ډېر ګټور خواړه دي
د درغلۍ کچه ۴۶سلنه ده چي د ټولو ازمویل سویو قضیو نږدې نیمایي برخه جوړوي، د ۲۰۱۵م او ۲۰۱۷م کلنو ترمنځ په اروپايي ټولنه کي د ازمویل سویو شاتو د درغلۍ کچه درې برابره وه، هغه مهال د درغلیو کچه د ۱۴سلنه نمونو یا بېلګو سره ورته وې.
په شاتو کي د شربتو ګډول منع دي
د دې څېړنې له مخې د جرمني د شاتو ۳۲ سلنه نمونې جعلي او ۲۱ سلنه فرانسوۍ بېلګي اصلي وې. همدارنګه، د چینایي شاتو له ۸۹ نمونو څخه ۷۴سلنه او تقریبا ټول ترکي عسل له «۱۴ څخه تر ۱۵» پوري ګډوډ یا تقلبي ول. په عسلو یا شاتو کي د وریجو،غنمو او جغندرو شربت ګډول د اروپايي ټولني له قوانینو ښکاره سرغړونه ده، ځکه عسل باید طبعی او له هرډول درغلۍ څخه پاک وي.
درغلي ورځ په ورځ پېچلي کېږي
«فوډ واچ» یا د مصرف کوونکی ملاتړی بنسټ وايي چې مخکي درغلګرو د عسلو د نري یا رقیق کولو له پاره د بوري یا ګني له شربتونو ګټه اخیسته په داسي حال کي چي اوس يې د وریجو، غنمو او جغندرو څخه بورې جوړولو ته ملا تړلې ده. یا په بله وینا، اوس له داسي لارو چارو ګټه اخلي چي په ډېرو لابراتوارونو کي يې معلومولو ستونزمن کار دی.
رانیوونکي لکه څنګه، چي ښايي هغسي نه پوهېږي
د آلمان د«فوډ واچ» مسؤل وايي: «رانیوونکي له کلونو راهیسي په لویو مغازو کي جعلي شات بېله دې، چي په پوه سي رانیسي.» د نوموړي په خبره، درغلګر په سپين سترګۍ د خوراکي توکو د څارني له کمزوریو ګټه اخلي. د دغسي جعلي موادو د مهار کولو مسؤلان یوازي په عصري لارو چارو کولای سي چي جعلي شات وپېژني او له بازاره يې راټول کړي.
درغلیزه ګټه
«فوډ واچ» بنسټ وايي، پلټنو يې ښوولې، چي اروپايي ټولني ته وارداتي شات یو کیلو په ۲.۱۷ یورو پلور کيږي، په داسي حال کي چي د بوري او وریجو څخه جوړ سوي شربتونه یو کیلو له ۴۰ سنټه څخه تر ۶۰ سنټو پوري خرڅیږي.
۴۰ سلنه وارداتي شات
په اروپايي ټولنه کي د شاتوغوښتنه تر داخلي تولید ډېره ده، نو ځکه ۴۰ سلنه شات له نورو هیوادونو څخه واردیږي. د اروپايي ټولني کمېسیون وايي، د اصلي او جعلي شاتو ترمنځ د بیو توپير او یو له بل څخه يې په سختۍ پېژندل د دې سبب سوي دي چي درغلګرو ته ډېر«په زړه پوري» سي.
مخکي هم په خوراکي توکو کي درغلې وه
په خوراکي موادو کي درغلې نوې خبره نه ده، لس کاله ترمخه په بازار کي جعلي پنیر موجود ول چي له اصلي پنیرو سره په رنګ او خوند کي یو ډول ول. جعلي پنیر د سبزیجاتو له غوړو، نشایستې، اوبو او د خوند لرونکو موادو له ترکیب څخه جوړېدل، د دې جعلي مخلوط پایله دا وه چي له اصلي پنیرو سره يې په رنګ او خوند کي توپير نه درلود او مهمه خبره لا دا چي د شیدو له پنیرو څخه يې بیه هم لږ وه.