د پاکستان د پارلمان پخوانی استازی محسن داوړ ټپي شوی
۱۴۰۲ بهمن ۲۱, شنبهمحسن داوړ په پاکستان کې په عمومي ټاکنو کې یو ځل بیا له شمالي وزیرستان څخه ولسي جرګې ته ځان کاندید کړی و او د پنجشنبې په ورځ ترسره شوو انتخاباتو د پایلو په اعلان کې د ځنډ او په ټاکنو کې د درغلیو له ادعاو وروسته، په احتجاج کې ګډون کړی وو.
سیمه ایزې رسنۍ ادعا کوي چې پولیسو پر هغه وخت ډزې کړي چې نوموړی له خپلو پلویانو سره په ټاکنیزو پایلو کې د ځنډ او انتخاباتو کې د درغلیو په خلاف مظاهره کوله.
د مظاهره کوونکو په حواله پولیسو په مظاهره کې د ګډون کوونکو کسانو د تیت او پرک کولو له پاره پر هغوي ډزې وکړې او اوښکي بهونکی ګاز یې استعمال کړ.
پولیسو د محسن داوړ ټپي کیدل تائید کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې آیا نوموړی په ریښتیا هم د پولیسو په ډزو کې ژوبل شوی دی او که څنګه؟
د سیمه ایزو رسنیو په حواله محسن داوړ تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.
ښاغلی داوړ د ۲۰۱۸ له اګست څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې د پاکستان د پارلمان غړی پاتې شوی دی. مخکې تر دې نوموړی د پښتون ژغورنې د غورځنګ د رهبرۍ یو له مهمو کسانو څخه وو.
وروسته هغه د ملي دیموکراتیک غورځنګ په نوم یو نوی ګوند جوړ کړ. داوړ پخوا له دې د پښتون محصلینو د فدراسیون او د ځوانانو د ملي سازمان غړی هم پاتی شوی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا