د پوتین د ترور په پلان شکمن ټپي شوی خو ښځه یې وژل شوې
۱۳۹۶ آبان ۹, سهشنبهد اوکراین د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې آدم عثمایوف او امینه اوکیوه، د اوکراین د پلازمینې په څنډه کې هغه وخت له برید سره مخامخ شول چې د سړک د غاړې په بوټو کې د پتو شویو کسانو له خوا ورباندې ډزې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت یوه مشاور انتون ګیراشینکو، پر خپله فیسبوک ټولنیزه پاڼه لیکلي دي: «امینه، هغې ته د رسیدلو ټپونو له کبله ومړه. آدم ټپي شوی خو ژندی به پاتې شي. ما ورسره همدا اوس د تلیفون له لارې خبرې وکړې.»
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویاند یاروسلوف تراکولو، هم د انترفاکس خبري آژانس ته د امنیې وژل کیدل تایید کړي دي. هغه روښانه کړې ده چې اوس څیړونکې غواړي دغې قضیې ته د مخکې له مخکې پلان شوي قتل په سترګه وګوري.
آدم عثمایوف چې یو چیچیني سرتیری دی، له ډیر وخت راهیسې یې روسي چارواکي په لټه کې دي. پر هغه باندې تور لګول شوی دی چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وژلو دسیسه جوړه کړې وه. هغه د دوه نیمو کلونو له پاره د اوکراین په زندان کې بندي وو، خو هیڅ وخت بیا روسیې ته و نه سپارل شو.
عثمایوف او د هغه اوکرایني میرمن، په اوکراین کې پیژندل شوې څیړې دي. دواړو د حکومتي ځواکونو تر څنک د روسیې پلوي یاغیانو پر ضد جګړه کړې ده. په جون میاشت کې هم پر عثمایوف باندې برید شوی وو خو هغه بیا ترې ژوندی راوتی وو.