د پولنډ، چک جمهوریت او سلوانیا ولسمشران کیف ته سفر کوي
۱۴۰۰ اسفند ۲۴, سهشنبهد چک د لومړي وزیر پتر فیلا، په خبره دا سفر د اروپايي اتحادیي شورا د مشر شارل میشل او د اروپايي کمېسیون د مشرې اورزولا فون دیر لاین سره په مشورې پلان شوی دی. د دې سفر هدف د اوکراین ملاتړ او د اوکراین جګړې پای ته رسولو په خاطر د یوې حل لارې پيدا کولو هڅه ده.
چیچنیایي ځواکونه پر ماریو پول د برید رهبري کوي
د چیچنیا د ولسمشر رمضان قدیروف په وینا، چیچنایي ځواکونه د اوکراین پر مهم بندري ښار ماریوپول د روسیې د برید رهبري کوي. قدیروف په خپل تلګرام کې خبر ورکړی دی چې جنګیالیو يې د آزوف سیند پر غاړه د ښار په دننه کې شاوخوا ۱،۵ کیلومتره پرمختګ کړی دی. هغه وویل چې نږدې متحد يي آدام دلیمخانوف په ماریوپول کې د چیچنیايي ځواکونو مشري کوي.
د اوکراین جګړه ممکن په می میاشت کې پای ته ورسیږي
د اوکراین د لوی درستیز سلاکار ولکسي آرستویچ، په یوه ویډیوي پيغام کې ویلي دي چې دواړه خواوې احتمالاً د می میاشتې په لومړیو کې او یا «شاید هم ډیر ژر یوې موافقې» ته ورسیږي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات به د سه شبنې په ورځ (۲۰۲۲م کال د مارچ ۱۵نیټه) دوام پيدا کړي. په ورته وخت کې د اوکراین په ټولو برخو کې د جګړې رپوټونه ورکول کیږي. څو چاودنو پلازمېنه لړزولې ده او د کیف د بشپړې محاصرې له پاره د روسي ځواکونو هڅې دوام لري. روسیه هڅه کوي چې د خپلو متحدینو، د هغو له جملې څخه د چیچنایانو مرسته ترلاسه کړي.
په کیف کې ۳ لویې چاودنې
د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې په تیرو څو ساعتونو کې د کیف په مرکز کې لږ تر لږه د درو قوي چاودنو غږونه اوریدل شوي دي او روسي ځواکونو د ښار د محاصره کولو له پاره خپلې هڅې جاري ساتلې دي.
د نوموړي خبري آژانس په حواله تر اوسه لا د کیف نیمايي اوسیدونکي په ښار کې دي. له کیف څخه د وتلو یوازنۍ لاره د سویلي حوزې په اطرافو کې ده. د ښار په شمال ختیځ او شمال لویدیځو برخو کې سخته جګړه روانه ده. د ولادیمیر زیلنسکي سلاکار ویلي دي چې ښار د «شدیدې دفاع» له پاره تیاری نیسي.
په ماریوپل کې تر ۲۰۰۰ ډیر ملکیان وژل شوي
د ماریوپل ښار د چارواکو په حواله پر اوکراین د روسیې د تیري له پيل راهیسې تر اوسه پورې ۲۳۵۷ غیر نظامیان د اوکراین په سویل ختیځ ماریوپل کې وژل شوي دي. دغه بندري ښار چې شاوخوا ۴۰۰ زره نفوس لري له څو ورځو راهیسې د روسي واحدونو په محاصره کې دی او له نورو هیوادونو سره یي اړیکې پرې شوي دي.
اوکرایني چارواکي پر ښار د شدیدو بریدونو خبر ورکوي. د ماریوپل ښاروال مشاور پترو اندریوشچنکو، د ښار وضعیت غیر انساني بللی دی او هغه یي «بې خوړو، بې اوبو، بې برېښنا او بې له ګرمولو وسیلو» توصیف کړی دی. نوموړي ویلی دي چې د تلفاتو د ډیریدو ویره لري او د بریدونو د شدت په زیاتیدو سره ممکن د قربانیانو شمیر ۲۰ زرو ته ورسیږي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز