د ځینو طالبانو د تویتر حسابونو تائیدیدل؛ ماسک ته خبرداری
۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سهشنبهد واشنګټن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا یو شمېر جمهوري غوښتونکو وکیلانو د ټویټر اجرائیه رئیس ایلون ماسک ته د یو لیک لیږلو په وسیله خبرداری ورکړی چې د طالب چارواکو تائید شوي حسابونه به د ترهګرۍ ترویج ته لا وده ورکړي.
د استازو جرګې غړو پات فالون، کیت سیلف، روني جکسن او جیمز مویلان په یوه لیک کې ماسک پوښتلی دی چې تویتر څنګه د دې ټولنیزې شبکې د ناوړه کارولو مخه نیسي او د ابي رنګه علامې په وسیله د حسابونو د تائید په بهیر کې د حساب لرونکو هویت څنګه چک کوي؟
ماسک غواړي د تویتر بند اکونټونه خلاص کړي
په دغه لیک کې راغلي دي: «د طالب چارواکو له خوا د تویتر د ابي رنګه علامې اخېستو او د دوی د حسابونو رسمي کېدو اندېښنې راپورته کړي چې د دې په وسیله به طالبان د کرکې او افراطیت خپرولو ته لا ډېر فرصت ولري.»
ایلان ماسک د تویتر د ډیوالیتوب څخه خبرداری ورکړی
وروسته له هغې چې ایلون ماسک د ټویټر اجرائیه رئیس شو د شخصي حسابونو د تائید او ابي رنګه علامې اخېستلو له پاره یې بیه وټاکله چې ورسره د طالبانو ځینو چارواکو هم د خپلو تویتر حسابونو له پاره د تائید ابي علامه وپېرله.