د کرونا وبا د آلمان صادراتو ته سخته ضربه ورکړې
۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبهد کرونا پاندیمي په اپریل کي د جرمني صادراتو ته دومره سخته ضربه رسولې چي دغه رقم په ۱۹۵۰ م کال کي د صادراتو د پیل راهیسي بیا تر اوسه پوري سابقه نه لري.
د آلمان د حکومت د احصایی د ادارې په حواله، د بهرنیو صادراتو حجم د اپریل په میاشت کي، ۳۱ سلنه راکم او تر ۷۵ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه یورو پوري راکښته سوی چي د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتي په پرتله ۲۴ سلنه کموالی ښيي. د آلمان واردات هم راکم سوي او د ۲۰۰۹ بحراني کال تر سطحي پوری رسیدلی دی.
ټول هیواد له رکود سره مخامخ دی
د کرونا د پاندیمي له امله د جرمني د تجارتي معاملاتو په ټولو برخو کي لږ او ډیر رکود لیدل کیږي. د هغه دلیل هم معلوم دی: حتی د اروپا په دننه کي د سرحدونو تړل کیدل، د مسافرتونو محدودیت او د هوا او اوبو له لاري د اړیکو پراخ اختلال کیدل.
د بیلابیلو هیوادونو سره د صادراتو کچه یو له بل سره توپیر لري. د مثال په ډول د ۲۰۲۰ کال په اپریل کي یې له چین سره صادرات تر ۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیون پوري راکښته سول.
طبعاً له هغو هیوادونو سره چي له کرونا څخه سخت اغیزمن سوي ، د صاداراتو دغه ډول کمښت لا پسي شدید وو. فرانسې ته، تر څه د پاسه ، ۴۸ سلنه ، ایټالیې ته له ۴۰ سلنه زیات او امریکا ته نژدې ۳۶ سلنه راکم سوی دی
نامعلوم راتلونکی
تر اوسه لا معلومه نه ده چي د آلمان تجارت به څه وخت له رکود څخه راووزي. د آلمان د تجارت او صنایعو خونه اټکل کوي چي په روان کال کي به د هغو حجم لږ تر لږه ۱۵ سلنه راکم سي.
د آلمان د عامه صنایعو بڼسټ بي ډي آی په حواله به د کالیو په صادراتو او د هیواد خدماتو کی هم ۱۵ سلنه کمښت راسي. لکه څنګه چي د ټولو معامله کوونکو هیوادونو اقتصادي پرمختګ راکم سوی ، نو د آلماني توکو له پاره به هم تقاضا راکمه سي.
د تجارت د نړيوال سازمان په حواله به په روان کال کي په بیلابیلو هیوادونو کي تجارتي راکړه ورړکړه، د کرونا د ویروس د پراخیدو د شدت پر اساس، له ۱۳ څخه ۳۲ سلني ته راکښته سي.
زموږ له آرشيف څخه: