د کرونا ویروس د غزې تړانګې ته هم ورسید
هغه خطر چې له مودو راهیسې ورته انديښنې موجودې وې، اوس رامنځته شوی دی. د کرونا ویروس اوس د غزې تړانګې ته هم ورسید. د یوه ناورين د رامنځته کیدو د مخنیوي له پاره مبارزه پيل شوې ده.
له کرونا سره جګړه
د کرونا ویروس د غزې تړانګه هم بی برخې نه ده پریښې. څو مثبتې پيښې په رسمي ډول ثبت شوي دي. د غزې په څه دپاسه ۳۶۵ کیلومتره مربع ساحه کې شاوخوا ۲ میلیونه وګړي ژوند کوي، یعنې په هر کیلومتره مربع ساحه کې ۶۰۰۰ تنه. په ډیرو ناحیو کې د ضد عفوني مواد دوا پاشي پيل شوې ده.
په رفح کې د قرنطين مرکزونه
تر ۱۸۶۰ ډیر کسان چې له بهرنیو هیوادونو بیرته غزې ته ستانه شوي دي په ۲۶ ځانګړو مرکزونو کې قرنطين شوي دي. یو شمیر نور بیا د دوو اونیو له پاره په هوټلونو کې چې اوس یې خپل د کار بڼه بدله کړې ده قرنطين شوي دي. د مصر او اسرئیل پر لور سړکونه د مارچ میاشتې له نیمایي راهیسې بند شوي دي. له غزې څخه وتل ممکن نه دي یوازې ورتګ ورته کیدای شي.
د طبي آسانتیاو کمښت
د قرنطین په ځنو مرکزونو کې طبي وسایل موجود دي، خو په مجموع کې په غزه کې روغتیایي سیستم مناسبه زیربناء نه لري. د دوه میلیونه نفوس له پاره یوازې ۶۳ تنفسې دستګاوې او د ای سي یو ۷۸ چپرکټونه موجود دي.
نقش لرونکي ماسکونه
د روغتیا وزارت په غزې کې بیړنی وضعیت اعلان کړی دی. فلسطينۍ هنرمنده سماح ساعد، د خلکو د هڅونې په موخه ماسکونه په مختلف ډوله نقاشۍ سره سینګاروي. که د حماس ډلې له خوا وړاندیز شوي احتیاطي تدابیر مراعات نه شي نو د دې ویره موجوده ده چې په دې ګڼ میشته سیمه کې انساني ناورين رامنځته شي.
د خوراکي توکو د ویش لړۍ
په غزې تراډه کې بشپړ قرنطين کیدای شي وژونکي پایلې ولري. خو د مازدیګر له ۵ بجو تر سهاره پورې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی. د غزې ۷۵ سلنه اوسیدونکي د ملګرو ملتونو په بشري مرستو پورې تړلي دي. له همدې امله هره ورځ د خوراکي توکو د ویش لړۍ دوام لري.
د ځوانانو عامه پوهاوی
عادي ټولنیز ژوند په غزه کې تر ډیره تغیر کړی دی. د غزې په تنګو کوڅو کې د فزیکي واټن ساتل او د احتیاطي تداربیرو مراعاتول ستونزمن کار دی. له همدې امله یو شمیر مدني فعالانو د غزې د ځوانانو د عامه پوهاوي په خاطر د ویروس په شکل کې جامې اغوستي دي او د پناه غوښتونکو کمپونو ته ورځي.
د قطر مالي مرستې
قطر اعلان کړی دی چې په غزې تراډه کې به له خلکو سره خپل مالي ملاتړ جاري وساتي. قطر له حماس سازمان سره نږدې اړيکې لري. تیره اونۍ دغه هیواد له غزې تراډي سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه. دا معلومه نه ده چې دغه مالي مرستې له کومې لارې غزې ته انتقال شوي دي. ټاکل شوې ده چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ ډالره ورکړل شي.
په کور کې پاتې شئ!
د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په غزې کې له موجوده امکاناتو سره کیدای شي د کرونا پر ویروس د ۱۰۰ تنو لومړنیو اخته کسانو درملنه وشي. خو کې د اخته کسانو شمیر زیات شي، غزه به بهرنیو مرستو ته اړتیا پيدا کړي. له همدې امله مدني فعالانو د خلکو پخپلو کورونو کې د پاتې کیدو له پاره پراخ کمپاینونه په لاره اچولي دي.
د کرونا ضد کمپاین کیک
په خان یونس سیمه کې یو قناد لاس په کار شوی دی او داسې کیکونه پخوي چې په تنفسي ماسکونو سره سینګار شوي دي. په دې توګه دغه قناد غواړي چې د کرونا ویروس د خطرونو په هکله خلکو ته آګاهي ورکړي.