د کرونا پر وخت د نفس تنگۍ سیاحت
کرونا پاندیمۍ د ژوندانه ټولي برخي اغیزمني کړي دي. په تیره بیا د سیاحت برخه په شدت سره ددغي پاندیمي تر سیوري لاندي راغلې ده. د اروپايي ټولني په دننه کي سیاحتونه له محدودیتونو سره مل دي.
د کرونا پر وخت د لومړنۍ تفریحي بیړۍ د فعالیت پیل
د "ام اس سی گراندیوسا" په نامه تفریحي بیړۍ له تیري یکشنبې خپل فعالیت له سره پیل کړ. دا لومړۍ سیاحتي بیړۍ ده چي د کرونا بحران پر وخت یو وار بیا فعاله سوه. خو د کرونا په خاطر محدودیتونو او تدابیرو له امله په دغه کښتۍ کي د ۶۰۰۰ مسافرو پر ځای یوازي ۲۵۰۰ کسان سفر کوي. د کښتۍ ټوله عمله او مسافر مکلف ول چی د کرونا تِست وکړي او د هغوی د بدن حرارت هم هره ورځ اندازه کیږي.
هسپانیا د خطرناکو هیوادونو په ليست کي
د آلمان حکومت د تیري جمعې په ورځ په هسپانیا کي په کرونا باندي د اخته کسانو د شمیر زیاتوالي ته په کتو سره د خطرناکو هیوادونو په ډله کي شامل کړ. د مایورکا په زړه پوري جزیره هم د بحراني سیمي په توگه اعلان سوه. د خطرناکو هیوادونو په فهرست کي د هسپانيا شاملیدل په دې معنی دي چي له هغه ځایه ستانه سوي مسافر مجبور دي د کرونا تست وکړي او د هغه د نتیجې تر معلومولو پوري باید ځانونه قرانطین کړي.
له مادرید څخه تر راتگ وروسته د سفر خبرداری
مخکي له دې هم د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ددغه هیواد له اتباعو څخه غوښتي ول چي د نورو تر څنگ دي، مادرید او د باسک سیمي ته د سفر کولو څخه ډډه وکړي. د بارسلونا ستر ښار هم د بحراني سیمي په توگه پیژندل سوی.
پاریس هم د «خطرناکو» سیمو په فهرست کي
پاریس او د دغه هیواد په جنوب کي د مارسې شاوخوا د خطرناکو سیمو په توگه اعلان سوي. په تیرو دوو اونیو کي په کرونا ویروس د اخته کیدو نوي پیښې په پاریس او مارسې کي په ښکاره ډول زیاتي سوي.
له په زړه پورو ځایونو څخه د لیدو محدود امکانات
که څه هم له په زړه پورو ځایونو لکه ایفل برج څخه د لیدو امکانات په محدود ډول موجود دي، خو سیلانیان باید مخکي له مخکي د هغه ټکټونه واخلي. سربیره پر دې په عامه نقلیه وسایلو، مغازو او سرپټو ځایونو لکه موزیمونو او د پاریس په ځینو سرخلاصو ځایونو کي د ماسکونو تړل اجباري دي.
د ځینو ستانه سوو مسافرینو له پاره د کرونا جبری تست
د اگست له اتمی نیټې څخه ټول هغه کسان چي له خطرناکو هیوادونو څخه آلمان ته راستنیږي، باید د کرونا تست وکړي، دا اعلان د آلمان د روغتیا وزارت کړی دی. د مسافرینو له پاره دغه تست وړیا دی. برازیل، امریکا او همدارنگه لوگزامبورگ د کرونا د پراخیدو له امله د خطرناکو هیوادونو په ډله کي راځي.
د برلین توریزم ته سخته ضربه
کرونا پاندیمي په آلمان کي د توریزم پر څانگه باندي په خاص ډول برلین او مونشن کي سخته اغیزه کړې ده. د کال په لومړنیو تیرو شپږو میاشتو کي شاوخوا ۲،۷ میلیونه انسانان برلین ته د سيل له پاره تللي چي دا د تیرکال په پرتله ۶۰ سلنه کمښت ښيي. د بهرنیو سيلانيانو شمیر حتی ۷۰ سلنه ته راکښته سوی.
ترکیې ته "محتاطانه" سفر
د آلمان حکومت د خپلي لومړنۍ پریکړي برعکس د ترکیې په اړه د سفر خبرداری اصلاح کړ او اعلان یې وکړ چی دغه خبرداری د ساحلي سیمو لکه انتالیا، ازمیر، آیدین او موگلا له پاره اعتبار نه لري. خو بیا هم راستنیدونکي مسافر مجبور دي، آلمان ته د بیرته ستنیدو پر وخت د کرونا په اړه خپل منفي تست ښکاره کړي چی تر ۴۸ ساعته زوړ نه وي.
د هیمالیا غرونو ته د غره ختونکو د سفر آزادي
د روان کال له مني څخه غره ختونکي کولای سي یو وار بیا د همالیا د غرونو تر ټولي لوړي څوکي ته وخیژي. هوايي شرکتونو د اگست له ۱۷ مي څخه نیپال ته خپل پروازونه پیل کړل. خو د کرونا د تست او قرانطین کولو په اړه لا دقیق جزیات روښانه نه دي. د نیپال د سیاحت وزارت د کرونا پاندیمي له امله په پسرلي کي د هیمالیا غرونه د غره ختونکو پرمخ تړلي ول.
امستردام غواړی د سیلانیانو شمیر راکم کړي
د امستردام ښار چارواکي د کرونا د دوهمي څپې له بیري له سیلانیانو غوښتي چي د اونۍ په پای کي ددغه ښار له لیدو څخه ډډه او د دوشنبې او پنجشنبې ترمنځ ورځو کي دي دغه کار وکړي.د سیلانیانو د ډيرښت له امله د یو نیم متر واټن نیول په سختۍ سره امکان لري.
له الوتلو څخه بیره
که څه هم هوايي شرکتونو په محدود ډول خپل پروازونه پیل کړي، خو مسافران په بیره او ډار سره الوتکي ته ننوزي. د یوې نظرپوښتني له امله چي په دا وروستیو کي د هوانوردۍ د نړیوالي اتحادیې له خوا تر سره سوې، ۶۲ سلنه پوښتل سوو کسانو ویلي چي ښایی په الوتکه کي څنگ ته ناست کسانو څخه په کرونا اخته سي.