1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کوچنیانو د واکسینولو کچه د کرونا مخکي په شان نه ده»

۱۴۰۳ تیر ۲۵, دوشنبه

د ملگرو ملتونو په حواله په نړۍ کي د کوچنیانو واکسينولو کچه د کرونا وبا مخکي کچي ته نه ده رسېدلې. د شري پر وړاندی د نه واکسین سوو کوچنیانو څه د پاسه نیمايي برخه د افغانستان په گډون په لسو بحراني هیوادونو کی ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4iIzw
Symbolbild | Impfung
انځور: diy_13/Plyushkin/Pond5 Images/IMAGO

په ملگرو ملتونو کې د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (یونسف) او د روغتیا نړیوال سازمان په گډه د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی، چي د کرونا مخکي وخت یعنی د ۲۰۱۹ کال د شمیرو په پرتله، لا نور ۲،۷ میلیونه کوچنیان یا هیڅ او یا هم په نیمگړي ډول واکسین سوي دي.

د دغو معلوماتو له مخي، په ۲۰۲۳م کال کي یوازي ۸۴ سلنه هغه کوچنیان چي د واکسین کیدو په عمر کي دي، د دیپتیري، تیتانوس او ټوخي پر وړاندي د واکسین  درې دوزونه تر لاسه کړي دي. دا په دې معنی چي د ۲۰۲۲م کال په پرتله د کوچنیانو د واکسین کولو کچه ښه سوې نه ده.

یونسف او د ډبلیو اچ او، بیا انتقاد کوي چي له بلې خوا دا په دې معنی هم ده چي د کرونا وبا پر وخت، د واکسین کولو په کچه کي تر د پام وړ کمښت وروسته په ۲۰۲۲ کال کي پرته له یو څه ښه والي نور کوم پرمختگ نه دی سوی.

د روغتیا نړیوال سازمان استازې، کیټ او- براین دا خبره مني: «موږ شاته پاته یو.» په ۲۰۱۹م کال کي د واکسین کولو کچه ۸۶ سلنه وه.

د دوشنبې په ورځ د خپاره سوو شمېرو له مخي تیر کال په نړۍ کي ۱۴ اعشاریه ۵ میلیونه کوچنیانو حتی هیڅ ډول واکسین نه دی ترلاسه کړی. په ۲۰۲۲م کال کي يې شمیر ۱۳،۹ او ۲۰۱۹م کال کي یې شمېر ۱۲،۸ میلیونه وو. د نه واکسین سوو کوچنیانو نیمايي برخه په ۳۱ بحراني هیوادونو کي ژوند کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان، د شري  پر وړاندي واکسین لگولو کي له خلا څخه اندېښنه ښيي. د نوموړي سازمان مشر، ادهانوم گیبریسوس، خبرداری ورکوي چي «د شري ناروغۍ پر وړاندي واکسین لگولو کي موجوده تشي هغه خنډ گرځیدلی دی چي په زیان منونکي ډول اغیز کوي.»

د یونسف ادارې د واکسین کولو کارپوه ایفریم لیمانگو، څرگنده کړې ده چي په ۲۰۲۳م کال کي د شري څه د پاسه ۳۰۰ زره پیښي ثبت سوي دي او په دې ډول د ۲۰۲۲م کال په پرتله د هغو شمیر تقریباً درې برابره دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخي د شري پر وړاندی د نه واکسین سوو کوچنیانو څه د پاسه نیمايي برخه د سوډان، یمن او افغانستان په گډون په لسو بحراني هیوادونو کي ژوند کوي.

GP/NZ/AG