1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند حکومت وايي د ګلوان دره دوی سره او چين وايي موږ سره ده

۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبه

د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي تيره ورځ وويل چې هيڅ کومه پوځي پوسته او سيمه چين ته نه ده ورکړل شوی، خو چين بيا د مودي خلاف نور څه بيان کړي دي. آیا هندوستان د پردې تر شا د ګلوان دره چين ته سپارلې ده؟

https://p.dw.com/p/3e5F2
Indischer Grenzsoldat an der Grenze zu China
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustfa

د هندوستان له صدراعظم څخه غوښتل شوي دي چې د ګلوان درې په اړه دې وضاحت ورکړي چې هغه په اوس وخت کې د چا په کنټرول کې ده؟

نريندرا مودي د جمعې په ورځ (د جون ۱۹مه) ويلي وو چې هيڅ سيمه او يا پوځي پوسته چین ته نه ده ورکړل شوې. خو د مودي تر دغو څرګندونو وروسته، د چين د بهرنيو چارو وزارت په خپلې يوې اعلاميه کې وويل چې د ګلوان دره په بشپړه توګه د چين په اختیار کې ده.

په بيجنګ کې د بهرنيو چارو وزارت وياند ژاو ليجيان ويلي دي: «د ګلوان دره، د کنټرول اصلي ليکې (Line of actual control) سره، د چينايي علاقې په دننه کې واقع دي. د چين سرحدي ځواکونو له تيرو څو کلونو راهيسې هلته ګزمې کوي.» وياند زياته کړې ده: «د ګلوان دره په بشپړه توګه زموږ ده.»

د یو سخت دريځ هندو ګوند غبرګون

د چين دغه بیان، د هند عوام پاله ګوند، شیوسينا، سخت په غوسه کړی دی. د دغه هندو سخت دريځه ګوند مرستيال مشرې، پريانکا ويکرم، له حکومت څخه په دې اړه وضاحت غوښتی دی. هغې ویلي دي: «مرکزي حکومت دې د چين دغې ادعا په اړه وضاحت ورکړي. آیا دا ريښتيا ده چې د ګلوان دره چين ته سپارل شوې ده؟»

Luftbild vom Galwan Tal in Ladakh
د ګلوان سیمه - د آرشيف انځورانځور: Reuters/PLANET LABS INC

دا په داسې حال کې ده چې د نريندرا مودي حکومت د چين د بهرنيو چارو وزارت د ادعا په اړه تر اوسه چوپه خوله دی او د چيني ادعا د منلو يا رد په اړه څه نه وايي. د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، انوراګ شري واستاو، ويلي دي چې دوی په حاضر وخت کې پر دغې موضوع تبصره نه کوي. خو هغه ويلي دي چې په دغې ادعا کې مبالغه شوې ده.

د چارو کارپوهان بیا وايي که چيرته د چين دغه ادعا درواغ وي، نو بیا د هندوستان مرکزي حکومت يې بايد په فوري توګه تکذيب کړي.

 د چين او هندوستان تر منځ په ختيځ لداخ سيمه کې د ګلوان درې په وروستۍ شخړه کې ۲۰ هندي سرتيري وژل شوي دي. تر دغې پيښې راوروسته که څه هم دواړو لورو په سيمه کې د ترينګلتيا د کمولو په موخه يو توافق کړی دی، خو لا هم هلته وضعيت د ډاډ وړ نه دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې دا هم راغلي چې د موجوده شخړې مسئول «یوازې هندوستان» دی. پر وينا يې: «د هندوستان پوځ د اپريل میاشتې راهیسې په دغې اوږدې سيمه کې په يو اړخيزه توګه سړکونه، پلونه او نور تاسيسات جوړوي.»  

په ورته وخت کې هند او چين ويلي دي چې د مسئلې حل د مذاکراتو له لارې غواړي چې له پاره يې د دواړو ګاونډيو هيوادونو د پوځي چارواکو تر منځ د لیدو کاتو بهير هم پيل شوی دی.

دويچه ويله اردو/ م.ک.ص/ ا.ا

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم کتلۍ شئ (14.07.2017):