د یونان ساموس ټاپو ته ورځ تر بلې ډیر افغان مهاجر رسيږي
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي چې په دې ورستيو کې د يونان په ساموس ټاپو کې د افغان مهاجرو شمير لوړ شوی دی. دغه سازمان وايي د ساموس کمپ د مهاجرو ۳۷ سلنه افغانان دي.
د ساموس ټاپو د کمپ وضعيت
د يونان په ساموس جزيره کې د مهاجرو شمير د کمپ له اصلي وړتيا څخه ډير لوړ دی. د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يو چارواکی وايي چې په دغه مرکز وضعيت کړکيچن دی.
د کمپ د تړل کيدو غوښتنه
د ساموس ښاروال انکلو پولوس له دې امله چې په ساموس کمپ کې د مهاجرو شمير د دغه ټاپو د اوسيدونکو په پرتله ډير دي، د دغه کمپ د تړلو غوښتنه يې کړې ده.
په خيمو کې ژوند
تر۴۰۰۰ زيات کسان په داسي ځای کې ژوند کوي چې هغه ځای په اصل کې د ۷۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی. ۲۰۰۰ کسان يوازي په داسې خيمو کې ژوند کوي چې دوی په خپله ځان ته درولي دي.
د پناه غوښتنې اوږد بهير
د قانون له مخې له ترکيې څخه يونان ته رسيدلي مهاجر بايد د يونان په کمپونو کې خپل پناه غوښتنلیکونه وسپاري. خو په کمپونو کې د مهاجرو ډير رش د دې لامل شوی چې مهاجر د پناه غوښتنې ځواب ته ډير وخت په انتظار کې تير کړي.
په ساموس کې لږ سيلانيان
په ساموس کې حکومتي چارواکي او ځايي اوسيدونکي وايي چې په ورستيو کلونو کې دغه ټاپو ته د ورتلونکو سيلانيانو په شمير کې ډير کمښت راغلی دی.
ماشومانو له پاره د ساتيرۍ پروګرامونه
په ساموس کمپ کې ډيري ښځي او ماشومان په سخت وضعيت کې خپل ژوند تيروي. په دغه کمپ کې د رضاکارانو يو سازمان د ماشومانو له پاره د ساتيري پروګرامونه جوړوي.
مخ په ډيريدونکي مهاجر
کمپ ته په تازه رسيدلو مهاجرو کې ۳۷ سلنه يې افغانان، ۲۰ سلنه عراقي، ۱۴ سلنه سوريايي او ۸ سلنه يې د کامرون مهاجر دي.
تر خیمو لاندې سخت ژوند
زین الله محمدي د خپلي ميندواره ميرمنې او درو ماشومانو سره له غزني څخه يونان ته ځان رسولی دی. هغه اوس په يوه خيمه کې ژوند کوي. هغه د پښو او ملا له درده رنځ وړي. محمدي وايي چې تیره اوونۍ چې باران وريده خیمه يې له اوبو ډکه شوه.
دغه ماشوم په سيند کې زيږيدلی دی
دغه مور وايي چې ماشوم يې د مهاجرت پر لاره په سيند کې په يوه کښتۍ کې زېږولی دی. د دغې ښځې په خبره په کښتۍ کې روغتيايي اسانتياوې نه وې.