د یونان په ځنګلونو کې د پراخې اورلګېدنې د مهارولو له پاره هڅې دوام لري
د یونان په رودوس، کورفو او ایوبویا جزایرو په ځنګلونو کې اورلګېدنې دوام لري. د اطفایې ځواکونه د ځمکې او هوا له لاري هڅه کوي دا اورلګېدنه مهار کړي. شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په رضاکارانه ډول د یادو ځواکونو ملاتړ ته ورغلي دي.
د یونان په ځنګلونو کې پراخې اورلګېدنې
د مدیترانې سیندونو په شاوخوا کې د څو پرتو هېوادونو په ځنګلونو کې شدیدي ګرمۍ وژونکې اورلګېدنې رامنځته شوې دي. د یونان په ځنګلونو کې له یوې اونۍ راهیسې اورلګېدنې پیل شوي دي.
«ترټولو شدیده اورلګېدنه»
د یونان د اطفایې ویاند ویلي دي چې دا تر ټولو شدیده اورلګېدنه ده چې موږ ورسره مخ یوو.
غلیظ لوګی
د یونان په رودوس ځنګلونو کې اورلګېدنې دوام لري. د رودوس د ښاروالۍ مرستیال ویلي دي چې غلیظ لوګي تنفوس ستونزمن کړی دی.
مرسته رسوونکي ځواکونه
له رومانیا، بلغاریا، پولند، سلواکیا او مالتا څخه د اطفایې سلګونه ځواکونه د یونان د اطفایې ځواکونو مرستې له پاره روان شوي دي.
مرسته رسوونکې هليکوټرې
فرانسه، ایټالیا، ترکیه، قبرس، اسرائيل او اردن هم د اطفایې اړوند هليکوپټرې او الوتکې د اورلګېدنې سیمې ته لېږلي دي.
۳۵۰۰ هکتاره ځمکه سوځېدلې
د ملګرو ملتونو د طبیعت ټولنې نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې تر ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه په یونان کې سوځېدلې.
ویره او ډار
د یونان په رودوس جزیره کې د پراخې اورلګېدنې له امله په وروستۍ اونۍ کې ۳۰ زره کسان امنو سیمو ته انتقال شوي دي.
اوښکې بهوونکي سترګې
په ګنادي او لیندوس سیمو کې سلګونه داوطلبه مرسته کوونکي راغلي دي. د دغو کسانو له ډلې یو تن په هغه سیمه کې چې اورلګېدنه رامنځته شوې ده په اوښکنو سترګو سیمه ایز خبریال ته ویلي چې: «که زه مجبوره شم دلته به مړ شم. زه له دې جزیرې سره مینه لرم.»
امنو سیمو ته د خلکو لېږل
ساحلي ساتونکو اعلان کړی دی چې د لیندوس له جنوبي سواحلو تر دوه زره ډېر کسان د کښتیو له طریقه نورو سواحلو ته انتقال کړي دي.
خلک په موقتي ځایونو کې
د یونان په رودوس جزیره کې زرګونه سیلانیان او د سیمې اوسېدونکي ورزشي سالونونو، د ښوونځي ودانیو، د کنفراسنونو مراکزو او نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.
د اورلکېدنې سلګونه پېښې
د یونان د مدني ساتنې اداره په تېرو ۱۲ ورځو کې د ۵۰۰ اورلګېدنې مواردو خبر ورکوي.
د هوا ګرمۍ درجې لوړېدل
د یونان د مدني ساتنې ادارې ویلي دي چې د دې اونۍ په چهارشنبه کې هوا ډېره ګرمه وه او د ۴۶ درجې وړاندوينه شوې وه.
اقلیمي بدلون
له کورفو سیاحتي جزیرې څخه هم زرګونه کسان انتقال شوي دي. د یونان لومړی وزیر دا وضعیت اقلیمي بدلون بللی دی. د ګرځندویي په موسم کې شدیده ګرمي او په ځنګلونو کې اورلګېدنه سیلانیان او یونان له ستونزو سره مخ کړي دي.
د الجزایر په ځنګلونو کې اورلګېدنه
د الجزایر په ګډون په ځینو هېوادونو کې هم د ځنګلونو ځینې برخې سوځېدلي دي. د الجزایر په ځنګلونو کې د قربانیانو شمېر ۳۴ کسانو ته رسیدلی دی. شاوخوا ۸ زره مرسته کوونکي د اور د مهارولو هڅه کوي. د الجزایر په ختیځه برخه کې د دوشنبه په ورځ اورلګېدنه رامنځته شوه. نېږدې ۱۵۰۰ کسان له کلیو او بانډو څخه امنو ځایونو ته انتقال شوي دي.