داعش په کابل کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی
۱۴۰۲ فروردین ۸, سهشنبهد داعش وسله ډلې د سه شنبې په ورځ په خپله تبليغاتي پاڼه »اعمان نيوز« کې د کابل د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی. ياده ډله چې د وسله والو طالبانو سرسخته مخالفه ډله گڼل کيږي، تل د طالبانو پر گزمو او همدا راز پر ملکيانو بريدونه ترسره کوي.
پرون دوشنبه طالب چارواکو او روغتیايي سرچینو وويل چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي ول، چاودنه د ملک اصغر څلور لارې ته نږدي د ملي امنيت يوې پوستې ته څېرمه شوې ده. د هغه په وينا، بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې وپېژندل شو او په نښه شو، چې له امله يې د ده ترڅنګ چاودېدونکي توکي هم وچاودېدل.
ځدراڼ پر ټويټر ليکلي، چې په دې چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د طالبانو په گډون يو شمېر نور کسان ټپيان دي.
د طالبانو پولیسو د ویاند څرګندونو تر مخه، د کابل ایمرجنسي روغتون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ول، چې د نننۍ چاودنې دوه مړي او ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.
دوه عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دوی د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د یوې لویې چاودنې غږ واورېد، دا یوه سخته ساتل شوې سیمه ده چې ګڼې دولتي ودانۍ او د بهرنیو سفارتونو کورونه دي.