دونالد ترمپ خپل بهرنیو چارو وزیر له دندې گوښه کړ
۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو یو لوړ پوړي دیپلومات نن وویل چې د بهرنیو چارو گوښه کړای شوي وزیر مخکې له دې چې نن له خپلې دندې گوښه کړای شي، له ولسشمر دونالد ترمپ سره خبرې ونه کړې. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو معین، ستیف گولدشتاین وویل: « وزیر نن سهار له ولسشمر سره ونه غږید او دا چې ولې هغه له دندې گوښه کړای شوو، دلیل باندی خبر نه دی. خو تیلرسن د هغې موقع لپاره چې په دغې دندې کې ماموریت تر سره کړې، ډير مننه کوي. هغه په دې باور دی چې په یو عامه خدمت کې کارکول یو د درناوي وړ امر دی او هغه له دې خدمت څخه پیښمانه نه دی.»
د تیلرسن د دفتر له خوا په تویتر کې څو خپاره شوي خبرونو کې راغلی دي: « موږ د نوي نومول شوي بهرنیو چارو وزیر لپاره ښیگڼه غواړو.»
د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم اوس د خپل تویتر له لارې دا اعلان وکړ چې د تیلرسن پر ځای د مرکزی استخباراتي ادارې CIA اوسنی رئیس، مایک پامپیو نومول شوی دی. د CIA د اوسني رئیس پر ځای به د هغه اوسنې مرستیاله « جینا هاسپیل» دنده په غاړه واخلی. له دې سره دا به لومړی ځل وي چې یوه ښځه د امریکا د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشرې په غاړه اخلي. دغه دواړه نومونې باید د امریکا د سنا د مجلس له خوا تصویب شي.
ترمپ په خپل تویتر کې لیکلي دي چې «پامپیو» « په ډيره ښه توگه» دغه دنده تر سره کړي. په عین وخت کې هغه له گوښه کړای شوي وزیر څخه د هغه د خدمت لپاره مننه وکړه.
ترمپ په واشنگتن کې د ژورنالیستانو په وړاندې وویل چې دغه پریکړه چې تیلرسن له خپلې دندې گوښه کړای شي، هغه خپله کړې ده. هغه وویل:« د گوښه کړای شوي بهرنیو چارو وزیر به وروسته له دې نورهم خوشحاله شي.»
ترمپ د خپل دې تصمیم په هکله مختلف سیاسي دلایل وړاندی کړل. د امریکا ولسشمر وویل چې هغه د تیلرسن په پرتله بل ډول سیاسي نظریات درلودل. د بیلگې په توگه هغه د ایران اتمي تړون ته اشاره وکړه. ترمپ وویل چې هغه د دې تړون مخالف دی، حال دا چې تیلرسن نه ؤ.
په تیرو میاشتو کې د هغوی ترمنځ د سیاسي دریځونو د مخالفت له امله، څو ځلی اټکل وشوو چې ښايي تیلرسن له خپلې دندې استعفا وکړي او یا گوښه کړای شي.
تیلرسن د سه شنبې په ورځ د بریتانیا د حکومت د هغه یو دریځ ملاتړ وکړ چې ویلي دي، روسیه په بریتانیا کې د یو پخواني ډبل روسي اجنت باندی د زهرو د یوې حملې مسوولیت په غاړه لري. لږ څه وروسته سپینې ماڼې له دې څخه ډه ډه وکړه چې د بریتانیا له دا ډول دریځ سره د موافقت سر وښوروي.
راتلونکی بهرنیو چارو وزیر ترمپ ته ډير وفادار ښکاري
ویل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو راتلونکی وزیر، مایک پامپیو له ترمپ سره ډير نژدیوالی لري. د CIA د رئیس په توگه دغه ۵۴ کلن وخت په وخت د نیوکو په وړاندی له ترمپ څخه دفاع کړې ده. په بهرني سیاست کې پامپیو سخت دریځه سړی دی. هغه هم د ترمپ په خير له ایران سره د اټةي معاملې د ختمولو لپاره غږ کړی دی.