ديپيکا پادوکون ولې د خبرونو سرټکي گرځېدلې؟
۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبهد هند د فلمي صنعت مشهوره هنرمنده ديپيکا پادوکون د سه شنبې په ورځ د جواهر لعل نهرو پوهنتون ته ور غلې وه، چیري چې يو شمير نقاب لرونکو کسانو په لسونو محصيل ټپيان کړي ول. نوموړې هلته د محصلينو د ټولنې د ټپي شوې مشرې اويشي گهوش سره ليدلي ول.
په پوهنتون کې د تشدد په اړه هغې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي ول: «څه چې روان دي، زه پرې ډېره په غوسه يم. خو د انديښنې او فکر خبره داده چې څه چې روان دي پر وړاندې يې هيڅ نه کيږي.»
د جواهر لعل نهرو پوهنتون ته د دپيپکا پر ورتگ په ټولنیزو رسنيو کې سخت غبرگونه پارلي دي. له يوې خوا که يوه لویه ډله د نوموړې ملاتړ کوي نو له بلې خوا یې بله ډله خلک سخت مخالفت کوي.
د هند واکمن بهارتيه جنتا گوند خو د هغې د فلم د بايکاټولو غږ کړی دی. د گوند وياند تيجندر سنگ بگا په يوه تويت کې ويلي چې دا چې ديپيکا د «هېواد د مخالفې» ډلې ملاتړ کوي نو له دې امله یې بايد فلمونه تحريم شي.
خو د بهارتيه جنتا گوند د دې غوښتنې سملاسي وروسته د هند د فلمي صنعت د مهمو شخصيتونو په گډون يو شمير کسانو د ټولنیزو رسنيو له لارې د هغې په ملاتړ غږونه پورته کړل.
فلم جوړونکي انوراگ کشيپ د ديپيکا دا کړنه يو جرات مندانه گام وباله او ویې ويل چې په داسې وخت چې هغه د فلم جوړونکې په توگه خپل لومړی فلم نندارې ته وړاندې کوي د پوهنتون له محصلينو څخه د ملاتړ پريکړه یې وکړه. هغه زياته کړه: «دا خبره بايد له پامه ونه غورځوله شي چې هغه د دې فلم پروديوسره هم ده. د هغې له پاره پريکړنده شيبې دي. ديپيکا ته ډېر زيات درناوی.»
مشهورې هنرمندې شبانه اعظمي هم د جواهر لعل نهرو پوهنتون د محصلينو د ملاتړ له کبله هغه وستایله. مهشور سوداگر کرن منجمدار هم ليکلي ول چې د ديپيکا دې کړنې د هغه په زړه کې د دې عزت او درناوی نور هم زيات کړ. هغه پر تويتر لیکلي: «ستا صداقت ستا د کردار ښکارندوي کوي.»
په هند کې د ديپيکا ملاتړ، ديپيکا تحريم، دیپيکا ته احترام او بالي ووډ ته شرم په کار دی، په شان خبري په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس پر لاس کیږي. ډېرو خلکو پوهنتون ته د ورتگ له کبله د نوموړې د فلمونو د تحریمولو د غوښتني ملاتړ کړی او د هند پر فلمي صنعت یې هم نيوکې کړي دي.
په هند کې نن سبا دا بحث هم گرم دی چې په داسې يوه وخت کې چې په هېواد کې د حکومت د ځينو تگلارو له وجې احتجاجونه روان دي، د فلمي صنعت نامتو ستوري چیرته دي؟ په دې اړه د تويتر يوه کارونکي ليکلي: «داسې ښکاري چې په هند کې يوازې په ښځينه هنرمندانو کې جرات او حوصله پاته ده، اوس يا هیڅکله نه، دوامداره چپتيا بديل نه دی.»
د مشهورې هنرمندې ديپيکا پادوکون د «چهپاک» په نوم فلم به د جنورۍ پر لسمه نيټه نندارې ته وړاندې شي. په دې فلم کې د کار کولو ترڅنگ هغه د دې فلم جوړونکې هم ده. د واکمن گوند ترڅنگ ښي اړخه گوندونو هم د نوموړي د فلم د تحريمولو غوښتنه کړې ده.
تيره يکشنبه شپه (د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۵) يو شمير کسان چې مخونه یې پټ ول د جواهر لعل نهرو پوهنتون ته داخل شول او محصلين او استادان یې سخت ووهل.
په دې ترڅ کې د محصلينو ترڅنگ يو شمير استادان هم سخت ټپيان شول. د دې بريد پړه د واکمن گوند د محصلينو پر سازمان (اې بي وي پي) ور اچول کیږي. خو پوليسو تر اوسه د دغه سازمان پر وړاندې هیڅ د پام وړ گامونه نه دي پورته کړي. له دې امله پر پوليسو هم سختې نيوکې شوي دي.
ويل کيږي چې محصلینو له تیرو دوو میاشتو راهیسې د فیسونو د زیاتیدو پر ضد احتجاج کاوه او د واکمن ګوند د محصلینو سازمان په دې خوشحاله نه وو او د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا موجوده وه چې خبره تر دې ځایه راورسیده.
صلاح الدين زين، نوی ډهلی
زموږ له آرشيف څخه: