روسیې په توغندیزو بریدونو کې لسګونه اوکرایني عسکر وژلي
۱۴۰۰ اسفند ۲۸, شنبهد فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې روسي ځواکونو د اوکرایني ځواکونو پر پوځي بارکونو باندې بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې لسګونه اوکرایني سرتیري وژل شوي دي.
په سیمه کې يوه ۲۲ کلن اوکرايني سرتيري، ماکسیم، چې د خپل بشپړ نوم له ښودلو يې ډډه کړې دغه خبري اژانس ته وويل، «دغه عسکر چې له ۲۰۰ څخه کم نه ول، په بارکونه کې ویده ول» چې روسيي ځواکونو ورباندې د جمعې په ورځ سهار وختي حمله وکړه.
هغه زیاته کړه: «لږ تر لږه ۵۰ جسدونه را ایستل شوي، خو موږ نه پوهیږو چې څومره نور به تر خاور لاندې پاتې وي.»
یوه بل سرتيري اټکل وکړ چې په برید کې کیدای شي شاوخوا سل کسان وژل شوي وي. چارواکو تر اوسه د تلفاتو ارقام نه دي خپاره کړي. زیاته شوې چې د جمعې ورځې سهار تر څو توغندويي بریدونو وروسته، د میکولائيف ښار په شمال کې پوځي تاسيسات په بشپړه توګه تخریب شوي دي.
د اوکراین د سیمه ایزې ادارې مشر، ویتالي کیم، د شنبې په ورځ په یوه ویډيو کې وويل: «پرون اورکانو (خیالي موجوداتو) زموږ سرتيري په خوب کې په ناځوانمردانه توګه په یوه توغندي وویشتل.»
هغه وویل چې د ژغورنې عملیات روان دي او نور جزئيات ېې ورنکړل. په سیمه کې د فرانسې خبري آژانس خبریال هم د دغې ورځ په پیل کې د یوه تکه تکه شوي جسد په ګډون، درې مړي لیدلي ول.
یوه ژغورونکي وويل: «موږ شمیرنې ته ادامه ورکوو، خو د جسدونو وضعیت ته په کتو ناممکنه ده.»
اې. اف. پي /م. ک. ص/ ا. خ. ح
(AFP)mks/akh