رپوټ: آلمان ته نیږدې هر لسم پناه غوښتونکی په ویزه راغلی دی
۱۴۰۳ تیر ۳۱, یکشنبهد «ولټ ام زونټاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې یو له لسو هغو کسانو څخه چې په ۲۰۲۳م کال کې یې په المان کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي، پخوا المان ته په ویزې داخل شوي دي.
د دغې رسنۍ د رپوټ پر بنسټ دغه خبره په مجموع کې د ۳۵۱،۹۱۵ پناه غوښتونکو له ډلې څخه د ۳۷،۳۲۹ پناه غوښتونکو په برخه کې صدق کوي چې تیر کال یې په المان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
د دغې ورځپاڼې رپوټ، د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د المان فدرالي ادارې (بامف) پر اطلاعاتو تکیه کوي.
نوموړې آلمانۍ ادارې ویلي دي چې د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې له ۶۵،۴۱۹ پناه غوښتنلیک وړاندې کوونکو څخه ۸،۴۱۱ یې په ویزه المان ته راغلي دي.
ویل کیږي چې شاوخوا نیمایي د هغو پناه غوښتونکو چې المان ته داخل شوي دي، د سوریې، افغانستان، ترکیې او ایران هیوادونو اتباع دي.
د پناهندګۍ د مبدا په توګه لومړي دری هیوادونه المان ته د راغلو پناه غوښتونکو تر ټولو لوړ شمیر لري. ایران په پنځم مقام کې ځای لري.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح