رپوټ: چین له پیکینګ څخه د بلینکن د لیدنې مخه نیولې
۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبهد «فایننشیل ټایمز» ورځپاڼې له موضوع څخه د څلورو خبرو اشخاصو په قول د شنبې (د اپریل میاشتې ۱۵ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د چین چارواکي غواړي انتظار وباسي چې آیا د چین د احتمالي جاسوسۍ د بالونونو په اړه د ولسمشر بایډن حکومت، د (اف بي آی) یا د امریکا د داخلي استخباراتو ادارې د څیړنو پایلې خپروي او که نه؟
چين امريکا ته د احتمالي «شخړې او ټکر» څخه خبرداری ورکړ
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو، په هغه صورت کې چې شرایط مناسب وي غواړي له چین څخه لیدنه وکړي. خو زیاته یې کړه البته د دې لیدنې موخه به دا نه وي چې چین تر کنترول لاندې راوستلی شي او یوه نوې سړه جګړه په لاره واچول شي.
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
امریکا متحده ایالاتو د فیبرورۍ میاشتې په ۴ نیټه ویلي وو چې د سویلي کېرالاینا ساحل مخې ته یي د چین د جاسوسۍ یو بالون را نسکور کړی دی. دې پيښې د دغو دواړو هیوادونو اړیکې لا زیاتې خړې پړې کړې او په پایله کې یې انتوني بلینکن پیکینګ ته خپل سفر لغوه کړ.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا