سِکان د مذهبي مراسمو له پاره له ویزې پرته پاکستان ته داخلیږي
۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبهنن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۹مه نیټه) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سک مذهبه زیارت کوونکو له پاره پاکستان ته د تګ په موخه له ویزې پرته د یوه پروګرام پرانیسته وکړه. عمران خان د شنبې په ورځ د هندوستان پولې ته څیرمه په کرتاپور کې خپله پوله د هندي سک مذهبو پر مخ پرانیستله. په دې توګه ټاکل شوې چې زرګونه سک مذهبه به په آسانۍ سره د پاکستان خاورې ته داخل شي او په دغو مذهبي مراسمو کې به ګډون وکړي.
د ګوردوارا دربار صاحب په نامه د سک مذهبو زیارت چې د هندوستان پولې ته نیږدې د ناروال ولسوالۍ په کرتاپور کې موقعیت لري، سکانو ته دوهم تر ټولو مقدس ځای شمیرل کیږي. دغه زیارت د راوي سیند پر غاړه د هند پولې په څلور کیلومترۍ کې پروت دی.
په دې ترتیب سره اوس د هندوستان سک مذهبان کولی شي چې د انترنت له لارې د دغه زیارت د لیدو له پاره اجازه ترلاسه کړي. په عادي حالاتو کې د هندوستان او پاکستان د وګړو له پاره د دغو هیوادونو د ویزو اخیستلو لړۍ ډیره سخته وي.
دغه اقدام داسې مهال عملي کیږي چې همدا اوس د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کشمیر د مسئلې پر سر اړیکې ترینګلې دي. هندوستان په دې وروستیو کې د خپلې ولکې لاندې له کشمیر څخه د نیمه خپلواکۍ حیثیت بیرته واخیست چې د پاکستان له سخت غبرګون او انتقال سره مخ شو.