زونګ کینګهو چې یو وخت د چین تر ټولو شتمن کس و ومړ
۱۴۰۲ اسفند ۶, یکشنبهدغه چینایي شرکت د «وایبو» په نامه انټرنټپاڼې له لارې ویلي دي چې زونګ ته د یوې ناروغۍ درملنه ګټوره تمامه نشوه. نوموړي شرکت د دغه پانګوال د مړينې علت په اړه نور جزویات نه دي ورکړي.
زونګ له څلویښتو کلونو د ډیرې مودې راهیسې د نوشابه بابو تجارت کړی دی. ویل کیږي چې هغه یو وخت دومره بې وزله وو چې مجبوره وو په پیکنګ کې د یوه پول لاندې ویده شي، ځکه به هوټل کې یې د شپې تیرولو له پاره پیسې نه درلودلې.
نوموړي په ۱۹۸۷م کال کې د «واهاها» په نامه د خوراکي توکو او نوشابه بابو شرکت پرانیست او هغه یې په چین کې د معدني اوبو، د میوو شربت او نورو نوشابه بابو په تر ټولو ستر تولیدونکي بدل کړ.
د «فوربس» امریکایي مجلې د رپوټ پر بنسټ زونګ په ۲۰۱۰م کال کې د ۸ میلیارده ډالره (تقریباً ۷،۴ میلیارده یورو) شتمنۍ سره د چین تر ټولو بډایه کس وو.
تیر کال بیا له ۵،۹ میلیارده ډالرو شتمنۍ سره یې په ۵۳ مقام کې ځای درلود.
آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا